ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې له ۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

بلخ کې له ۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
31 Dec 2018 - 16:19
بلخ کې له ۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
31 Dec 2018 - 16:19

مزارشريف ( پژواک،۱۰مرغومی، ۹۷): بلخ ولايت کې د افغانستان ماشوم بنسټ لخوا له ۲۰۰ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.

شمال کې د ماشوم بنسټ مشرې مريم کريمي د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په هغو کورنيو وويشل شوې، چې بې سرپرسته دي او يا يې هم سرپرستان د کار کولو تواناني ونلري.

د هغې په خبره دغه مرستې بېلابېلو سوداګرو، خلکو او ټولنو د ماشومانو بنسټ ته ورکړې وې او دوی وغوښتل، چې د نوي ميلادي کال په مناسبت يې په بېوزله کورنيو وويشي.

کريمي زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته، يوه بوجې اوړه، پنځه لېټره غوړ، پياز، کچالو، لوبيا، نخود او مکروني ورکول کېږي، چې ارزښت يې درې زره افغانۍ دی.

د ماشوم بنسټ مشره زياتوي چې دغه مرستې هغو کورنيو ته هم ورکړل شوې، چې ماشومان يې د سرطان په ناروغۍ اخته دي.

هغې وويل چې موخه يې دا ده څو د ژمي په ساړه موسم کې له بېوزله خلکو سره د مرستې دود زيات شي.

مېرمن کريمي د هيواد له سوداګرو او هغو کسانو څخه چې اقتصادي توانايي لري؛ غوښتنه وکړه څو د اړمنو کورنيو لاسنيوی وکړي.

خديجه د مزار شريف اوسېدونکې ده، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره يې ماشوم بنسټ ته مراجعه کړې.

هغه وايي چې خاوند يې معيوب دی او د څلورو وړو ماشومانو خوراک او پوښاک ور له غاړې دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.