کابل(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۲۷،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د د ولسمشرۍ ماڼې له مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ۶۷ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۷،۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د اوبو رسولو او کانالېزاسیون سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژه او د برېښنا، ایرکنډېشن، جنراتور سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژې، د ۸۰۸ سپین زر زون او د هغې اړوند د تعمیراتو ریاست د اړتیا وړ مبلایل تبدیلۍ دوه قراردادونه ملي تدارکاتو کمېسیون تصویب نه کړل او له دې وزارت څخه یې په جلا قراردادونو کې د پرزو د مراقبت او خریدارۍ غوښتنه وکړه.
پر یادې پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي تخنیکي افرادو د استخدام طرحه چمتو او د جمهوري ریاست مقام ته راپور ورکړي.
همدارنګه ملي تدارکاتو ادارې د هېواد د شهیدانو ورثې ته د کومکي خوراکي توکو د کوپون د وېش تطبیقي طرحه ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه چې د کمېسیون غړو یې هرکلي وکړ او څرګنده یې کړه چې د شهیدانو د ورثې نهایي لېست دې په دقیقه توګه چمتو شي.
دېته ورته ملي دفاع وزارت د قطعاتو د لومړي مرکزي لاټ او مرکزي جزوتامونو د اړتیا وړ ۸۹ قلمه قرطاسیې پېشنهاد وکړ چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، له هغه داوطلب سره دې چې ستونزه یې ایجاد کړی وه د قانون مطابق چلند وشي.
په غونډه کې د لوژستیک او د زندانونو او توقیف خانو د عمومي ریاستونو، د عامه محافظت معینیت او امنیتي تصدۍ د پولیس قواو د اعاشوي او محروقاتي توکو د قراردادونو په اړه د کورنیو چارو وزارت راپور غونډې ته وړاندې شو چې ملي تدارکاتو کمېسیون په پرنسیب کې منظور کړ.
جمهوررئیس دې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خپلو اړتیاو واضح تفکیک و ارزوي او دغه راز یې کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارله چې د دې راپور تطبیقي مرحلې وارزوي.
د کورنیو چارو وزارت د ۵۹۲ قلمه پرزو د دویم او پنځم لاټ پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ د غوښتنې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون د مالیې او اقتصاد وزارتونو له لوري د لازیاتې ارزونې په موخه پیشنهادي ګډو شرکتونو ته بېرته ورګرځاوه.
د غونډې په بله برخه کې له کورني او روسي ګډ قراردادي سره د پکتیا ولایت د مچلغو د اوبولګولو او برېښنا بند د فسخه شوې پروژې د حسابونو د تصفیې په خاطر د انرژۍ او اوبو وزارت د نوي حکم غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون تائید کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن