کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ثابتو امنیتي پوستو موجودیت ګټور نه بولي او وايي، د یوولسمې حوزې ټولې امنیتي پوستې لرې شوې او دغه بهیر د ښار په نورو برخو کې هم تطبیق کېږي.
د کورنیو چارو وزارت په نوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام کابل ښاریانو ته د رښتیني رواني امنیت د رامنځته کېدو لپاره ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل د پولیسو په فعالیت کې تغیر، په نوې طریقه د امنیت ساتل، د غیر علني برخو پراختیا او د پولیسو تر پوښښ لاندې راوستل، د جنایتکارانو تېر ایستل، د حرکت رامنځته کول او په اقدام کې چټکتیا دي.
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې: ((د کورنیو چارو وزارت په عملي ډول د هغه ثابتو پوستو ټولول چې موجودیت یې ګټه نه درلوده پیل کړي او د هغه پر ځای به سیارې او ناڅاپي ګزمې زیاتې کړي.))
سرچینې لیکلي، دغه بهیر د کابل ښار په ۱۱ مه ناحیه کې بشپړ شوی او په ټول کابل کې پلی کېږي.
د اطلاعیې په یوه برخه کې له کابل ښاریانو غوښتنه شوې چې له ښاري ګزمو سره مرسته وکړي او د تېر په څېر د شکمنو پېښو په اړه راپور ورکړي.
سرچینې روښانه کړې، دغه طریقه د وخت او منابعو د اغېزمنتوب سربېره امنیتي پولیس د وړاندوینې او زیان رسونې له حالته ایستلي او جنایتکارې شبکې یې اندېښمنې او ځپلې دي.
د کورنیو چارو وزارت ګواښ کوي چې پولیس د ډزو حق لری او د پولیسو امر ته باید احترام وشي.
دغه اقدام د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په ډول د امرالله صالح له ټاکلو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي، دغه وزارت په وروستیو څو ورځو کې د څو خبرپاڼو په خپرولو د پولیسو په چارو کې بدلون ته بیا کتنه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن