د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"نا امنه سيمو کې اوس هم ښځې په زور د نشه يي توکو استعمال ته اړ کېږي"

"نا امنه سيمو کې اوس هم ښځې په زور د نشه يي توکو استعمال ته اړ کېږي"

Dec 31, 2018 - 16:12

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي، لا هم د دغه ولايت لرو پرتو نا امنو سيمو کې ښځې په زوره اړ کېږي چې نشه يي توکي استعمال کړي.

بلخوا د دغه ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست مسولين وايي، ننګرهار کې سلګونه ښځې پر نشه يي توکو روږدې دي.

مسوولينو دا څرګندونې د مرغومي په ۱۰مه د دغه ولايت د ښځو چارو په رياست کې د نشه يي توکو د کښت، استعمال او قاچاق په مخنيوي کې د ښځو د ونډې اخېستنې په خاطر د جوړې شوې غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وکړې.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل، د ښځو چارو په رياست کې يې له يادې غونډې جوړېدو موخه د نشه يي توکو په مخنيوي کې د ښځو له ونډې ګټه اخېستل او هغوی ته دا ورپه ګوته کول دي، چې په دغه برخه کې ونډه واخلي.

دی زياتوي ميرمنې کولی شي، په خپلو اولادونو او د کورنيو په نارينو باندې ټينګار وکړ، چې هم نشه يي توکي ونه کري او هم يې استعمال نکړي.

د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ اندېښنه وښوده، چې لا هم د دغه ولايت په اچين، غني خېلو، هسکې مېنې، دره نور، پچيراګام، ښېوې او چپرهار ولسواليو کې کوکنار کرل کېږي؛ خو وايي، په هغو ساحو کې چې د دولت تر ولکې لاندې وي او وکرل شي، ځايي مسولين يې څارنوالۍ ته معرفي کيږي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانه عزيزي وايي، ښځې کولی شي، خپلې کورنۍ دې ته وهڅوي، چې خپلو کروندو کې د کوکنارو کښت ونکړي او هم د نشه يي توکو له قاچاق لاس واخلي.

خو هغې اندېښنه وښوده چې لا هم په لرو پرتو نا امنه سيمو کې مېرمنې په زوره اړ کېږي، چې نشه یي توکي استعمال کړي او ډيرې مېرمنې په زوره روږدې شوې دي.

د ښځو رييسې که څه هم په دې اړه شمېرې نه درلودې، چې څومره مېرمنې به روږدې وي؛ خو وايي شمېر يې زيات دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وويل، چې د دغه ولايت سلګونه مېرمنې پر نشه يي توکو روږدې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول ننګرهار کې له سل زرو زيات کسان پر نشه روږدي دي، چې ډيری يې ځوانان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement