ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ځمکو ٣٤ مهم غاصبين نيول شوي

ننګرهار کې د ځمکو ٣٤ مهم غاصبين نيول شوي

author avatar
31 Dec 2018 - 15:29
ننګرهار کې د ځمکو ٣٤ مهم غاصبين نيول شوي
author avatar
31 Dec 2018 - 15:29

جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د ننګرهار والي وايي چې په وروستيو کې په دغه ولايت کې د ځمکو ۳۴ مهم غاصبين يې تر نيولو وروسته څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي حيات الله حيات دغه څرګندونې نن د ختيځ ولسي حرکت ټولنې له غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

حيات زياته کړې چې په دې وروستيو کې يې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غاصبينو پر وړاندې مبارزه جدي کړې ده.

هغه وايي چې ٣٤ مهم غاصبين يې د پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو په هلو ځلو نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

بلخوا د والي وياند پژواک ته وويل چې په نيول شوو غاصبينو او د غصب شوو ځمکو اړوند قضيو کې حاجي فاروق، قوماندان کريم، ليس، انجنير عبيدالله، ولي محمد سادات، حاجي داد ګل، ښايسته خان، سميع الله، مزمل، حکمت الله، اباسین، ډاکټر عبدالمنیر، الهام الدین،سرور، میران شاه، زيرکی، اېمل، ملک محمد ولي، سید روح الله، شاه اغا، يارمل، محمد عارف، محمد اصف، شېر اباز، خیال محمد، واسیع، علي محمد، بریال، خلیل، نقیب الله، میروخان، سرور او یو شمېر نور شامل دي .

د نوموړي په وينا، ياد کسان څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او ګڼ شمېر يې په محبس او د امنيې قوماندانۍ په نظارت خونه کې شتون لري، د کانال اړوند، بهسود، سره رود، روداتو، کامې او یو شمېر نورو ولسوالیو او مرکز اړوند د بېلابېلو غصب شوو ځمکو او ځمکو اړوند قضیو کې د پولیسو له لوري نيول شوي دي .

د ننګرهار والي خلکو ته ډاډ ورکړى چې د غصب پر ضد يې د ژمنې له مخې مبارزه ګړندۍ کړې، مسوولينو ته يې په مرکز او ولسوالیو کې سپارښتنه کړې چې غاصبین په نښه کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري .

نوموړي همدا راز د قضایي او عدلي ارګانونو سره د همغږۍ په غونډه کې هم ټینګار وکړ،چې د ځمکو اړوند قضیو کې نیول شوو کسانو په ضمانت خوشي کېدو کې له احتیاط څخه کار واخلي .

د ننګرهار والي وويل چې په دغه ولایت کې د تېر فرهنګ را ژوندي کولو په موخه يې د مسوولینو په همکارۍ شپه او ورځ هلې ځلې پیل کړې تر څو په ولسواليو کې هم امنيتي ساحه پراخه او حکومتداري پياوړې شي.

نوموړي زیاته کړه، په غني خېلو ولسوالۍ کې عملیات جريان لري چې له امله به يې سيمې او د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره هم امن شي .د ننګرهار د ولايتي شورا غړى اسرار مراد هم د غاصبينو پر ضد د

ولايتي ادارې اقدامات ستايي او زياتوي چې په دې وروستيو کې د غاصبينو پر ضد کمپاين چټک شوى دى.

خو هغه پژواک ته وويل چې ډېرى مهال غاصبين نيول کېږي، خو وروسته بيا بېرته خوشې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.