لښکرګاه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ناقل اباد سيمه کې د پوليسو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې طالبان په دې سيمه کې د ځمکې او هوا له لارې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
د ځواک په وينا، په دې جګړه کې يو پوليس او ٢٥ طالبان وژل شوي او درې پوليس ټپيان شوي هم دي.
ده زياته کړه: ((جګړې يو ساعت دوام وکړ او د پنځو طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.))
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې په دې جګړه د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو همدرد په دې جګړه کې د پوليسو د مرګ ژوبلې موضوع رد کړه.
د ناقل اباد سيمې اوسېدونکي ګل جان په دې اړه پژواک ته وويل چې له تېرو څو شپو راهيسې، طالبان هره شپه پر پوستو بريدونه کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېره شپه امنيتي ځواکونو هوايي بمبار کړى چې له امله یې يو شمېر طالبان وژل شوي دي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ناقل اباد سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي او يو شمير وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن