د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په وروستیو څو ورځو کې د پروان بګرام کې اووه کسان وژل شوي

په وروستیو څو ورځو کې د پروان بګرام کې اووه کسان وژل شوي

Dec 31, 2018 - 11:37

چاريکار (پژواک، ١٠ مرغومی ٩٧): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د ۲۲ کلن ځوان په وژل کېدو په دې وروستیو لسو ورځو کې په یاده ولسوالۍ کې د دې ډول وژل شوو کسانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

د پروان ولایتي شورا غړي عبدالمتین قدوسي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځوان تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو د بګرام ولسوالۍ په ماهیګیر کلي کې وژلی دی.

د هغه په خبره، تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی معلوم او عاملین یې په تېښته بریالي شوي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار مني چې دغه ځوان تېر ماښام ۶:۳۰ بجې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په خپل کور کې د کلاشینکوف پر ډزو وژل شوی دی.

نوموړې وايي، د یاد ځوان جسد د څېړنو لپاره د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

په ورته وخت کې د پروان د ولایتي شورا بل غړی مجیب شورش وايي، په وروستیو لسو ورځو کې په بګرام ولسوالۍ کې اووه کسان په هدفي ډول وژل شوی دی.

شورش د دا ډول پېښو د مخنیوي او د پېښو د عاملینو د نیولو په برخه کې د پولیسو په ناتوانۍ نیوکه وکړه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement