ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: ړانده عمليات او بمبارۍ نور د منلو نه دي

د پکتيا اوسېدونکي: ړانده عمليات او بمبارۍ نور د منلو نه دي

author avatar
1 Jan 2019 - 19:22
د پکتيا اوسېدونکي: ړانده عمليات او بمبارۍ نور د منلو نه دي
author avatar
1 Jan 2019 - 19:22

ګردېز (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧): د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي وايي، نور د ناکره او شپنيو نظامي عملياتو او بمباريو، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي، د زغملو توان نه لري.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي، مشران او ځوانان په وروستيو شپنيو عملياتو کې د ملکي تلفاتو د غندلو او احتجاج په ډول مرکز ګردېز ته راغلي دي.

د اريوب ځاځيو ولسوالۍ د اداخېلو کلي مشر عبدالغياث حقيار وايي، په ياده ولسوالۍ کې په تېره شاوخوا يو مياشت کې په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له لسو زيات ملکي کسان وژل شوي دي.

ده وويل: ((د ځاځي اريوب ولسوالۍ مېشت ټول قومي مشران، علماء کرام، مدني فعالان او ځوانان د دې لپاره راغلي دي، چې د دې شپنيو او بې خبره عملياتو چې تر سره کېږي او زموږ ولسي خلک د هغو قرباني کېږي، بندول غواړو.))

قومي مخور صمد ځاځي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لوی لامل له ولايتي امنيتي ارګانونو سره د مطلوبو عملياتو نه شريکول او نه همغږي بولي.

هغه وايي: ((موږ د ړندو عملياتو مخالف يو، که چېرته له ولايتي او د ولسوالۍ له چارواکو سره دا عمليات کوردينات شي، هغې کې مخالف نه يو. دښمن چې هر چېرته وي، د دښمن د عملياتو په مقابل کې مخالف نه يو، موږ د ولسي وګړو په عملياتو کې مخالف يو.))

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی رييس ځاځی وايي چې څو ځله ورسره د مسوولو چارواکو له خوا د ناسمو عملياتو او د ملکي خلکو د خونديتوب ژمنې شوې، خو دا څووم ځل دی چې بيا هم په نظامي عملياتو کې عام خلک مري او ځينې يې زنداني کېږي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((موږ په خپلو سترګو وليدل چې د دې عملياتو او بريدونو قربانيان ملکيان شول، د دوی جرم څه دی، دا چا ثابته کړه چې دوی مجرمين دي چې په قتل رسیږي، ولې يې څوک پوښتنه نه کوي؟ شويو پېښو ته دې عاجل يو هيئت تعيين شي او په راتلونکي کې دې يې په قاطعيت او جديت مخنيوی وشي.))

د ولایتي شورا غړی سردار ملنګ زوی وايي چې ملکي خلکو ته په هغو عملياتو کې زيات زيان اوړي چې له پلازمېنې څخه ځينې نظامي قطعات او په خوست کې مېشت KPF ځواکونه يې تر سره کوي.

دى زياتوي، سرحدي خلکو ته له پخوا د سرحدونو د ساتنې لپاره وسلې ازادې دي او هېڅکله يې د دولت په مخالفت نه دي کارولي او پر دې اساس بايد له يادو خلکو ځينې نيول شوې وسلې بېرته ورکړل شي.

دی وايي: ((که په پکتيا کې د دې دولت نماينده ګان وي، قول اردو وي، والي وي او دلته نظام موجود وي، نو بايد له کابله له دې خلکو سره هماهنګي وشي چې په دې ځای کې دښمن موجود دی، که نه دی. هغه سلاح دې بېرته ورکړل شي چې د پلار، نيکه نه دوی ته ازاده شوې او دوی سرحدونه پرې ساتي او که چېرته غيرقانوني وي، بيا دې دولت مهرباني وکړي، سرحدونه دې وساتي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم وايي چې په وروستۍ يوه مياشت کې په ځينو شپنيو ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.