ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان نېغ په نېغه د ٢٠ اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه

افغانستان نېغ په نېغه د ٢٠ اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه

author avatar
1 Jan 2019 - 16:07
افغانستان نېغ په نېغه د ٢٠ اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه
author avatar
1 Jan 2019 - 16:07

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧) : د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا اعلان شوى، چې د افغانستان په ګډون اتو هېوادونو نېغ په نېغه د کرکټ نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړې ده.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو نوې درجه بندي اعلان شوې ده.

د دې درجه بندۍ له مخې، افغانستان په ټوله نړۍ کې اتم مقام خپل کړى او د کرکټ د نړيوالې شورا له پرېکړې سره سم چې لومړۍ اته لوبډلې نېغ په نېغه نړيواله جام کې لوبيږي، افغانستان هم نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا داعلان شوې درجه بندۍ له مخې، پاکستان لومړى، هندوستان دويم، انګلستان درېيم، استراليا څلورم، سوېلي افريقا پنځم، نيوزيلينډ  شپږم، ويسټ انډيز اووم او افغانستان اتم مقام خپل کړى دى.

دغه راز په نوې درجه بندۍ کې سريلانکا نهم، بنګله دېش لسم، سکاټلينډ يوولسم او زمبابوې دوولسم مقام خپل کړى دى.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نړيوال جام کې ١٦ لوبډلې برخه اخلي، چې پاتې يې د غوراوي له لارې لاره پيدا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، دا د ډېر وياړ دى چې افغانستان نېغ په نېغه د کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

هغه زياته کړه، يو شمېر مهم هېوادونه، چې پخوا يې نړيوال جام ګټلى  هم دي، نه دي توانېدلي چې نړيوال جام ته نېغ په نېغه لاره پيدا کړه.

هوتک په دې برخه کې ټولو هېوادوالو او ملي لوبـډلې ته مبارکي ورکړې ده.

د يادونې ده چې افغانستان تر دې مخکې درې ځلې د کرکت شل اووريزو سياليو نړيوال جام ته لاره پيدا کړې وه او لوبې يې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.