ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ميلادي کال افغانستان کې نږدې ٢٧ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر ميلادي کال افغانستان کې نږدې ٢٧ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Jan 2019 - 17:44
تېر ميلادي کال افغانستان کې نږدې ٢٧ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Jan 2019 - 17:44

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧): افغانستان کې تېر ميلادي کال په نږدې ٢٤٠٠ وسله والو بريدونو کې څه باندې ١٦٠٠٠ کسان وژل شوي، نږدې ١١ زره نور ټپيان دي او دغه شمېرې د وړم کال په پرتله ٧ سلنه لوړې دي.

 دغه شمېرې ښيي چې تېر کال په منځنۍ کچه هره ورځ ٧٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  تېر کال د اوړي موسم تر ټولو خونړى و. د يادو ټولو کسانو له هرو ١٣ تنو څلور د اوړي په موسم کې وژل شوي يا ټپيان دي.

د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په ٢٣٩٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٦٠١٠ کسان وژل شوي او ١٠٦٧٩ نور ټپيان دي.

خو وړم کال په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان وو.

د پوځي چارو پوه متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله له دې امله لوړه وي چې ښکېلې ډلې مخامخ په جګړه بوختې وي او د يو بل پر وړندې له هر ډول وسلو کار اخلي

دى وايي، په هوايي او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله ځکه ډېره وي چې له يوې خوا دغه بريدونه درانه او بله خوا ځينې يې داسې وي چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.

د هغه په خبره، په هدفي وژنو او د سړک غاړې او مقناطيسي ماينونو د چاودنو مرګ ژوبله ځکه کمه وي چې په دا ډول بريدونو کې يو او يا ډېر کم کسان هدف وي.

تېر کال تر ټولو ډېر (٢٥٨) بريدونه په فارياب، ٢٤٢ په ننګرهار، ١٥٢ په هلمند، ١٣٩ په غزني، ١١٢په فراه، ١١١ په کندهار، سل په کابل او پاتې ١٢٥٧ بريدونه په پاتې له باميان پرته په نورو ولايتونو کې شوي دي.

ديادونې ده چې په دغو ٣٣ ولايتونوکې تر ټولو لږ (دوه) بريدونه په پنجشېراو څلور بريدونه په نورستان کې شوي دي.   

د پوځي چارو پوه جنرال طاقت وايي، په ننګرهار کې د نشه يي توکو تر څنګ، د طالب او داعش ډلې هم شتون لري او د جګړې دغه لاملونه د دې سبب شوي چې هلته وسله وال بريدونه هم ډېر وي.

د هغه په وينا، ځينې قومي لاملونه هم شته په ځانګړو ولايتونو کې ورسره ناامنۍ ډېرې دي او په کابل کې ځکه بريدونه او مرګ ژوبله د ډېرو نورو ولايتونو په پرتله لوړه ده چې وسله وال مخالفين پر کابل ډېر د بريدونو تمرکز کوي، تر څو له دې لارې نړۍ ته وښيي چې هغوى ډېر پياوړي دي.  

مرګ ژوبله

د راپورونو له مخې،تېر کال تر ټولو ډېر (٢٧١) بريدونه د اکتوبر په شلمه ( د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ)  شوي، خو تر ټولو ډېرو( ٦٢٠ تنو ته) د مې په ١٥ مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مې په ١٥مه تر ټولو خونړى بريد د فراه پر مرکز د وسله والو طالبانو بريد و چې ښکېلو غاړو يو بل ته په کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

د تېر کال په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين،دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

وړم کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار،کندهار،هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږ په پنجشېر، باميانو ، سمنګانو او بادغيس ولايتونو کې اوښتې وه.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

جنرال طاقت وايي، د هوا په سړېدو سره ځکه جګړې کمېږي چې وسله وال مخالفين د هوا په سړېدو سره خپل اکمالات په سمه توګه نه شي کولاى او تګ راتګ يې هم ستونزمن وي.

د هغه په وينا، ځينې جګړې له کوکنارو د ګټې اخيستنې په موخه وي، خو ژمى د کوکنارو کښت نه وي او دا هم د جګړو پر کموالي اثر لري.

افغان وژنه بنده کړئ!

د فراه د پشترود ولسوالۍ د “نعل دښت” د سيمې اوسېدونکې ۴۵ کلنه بي بي ګله چې څه موده وړاندې يې ورور چې وسله وال طالب وو ووژل شو، وايي:”که طالب وژل کېږي او که سرتېری، دواړه زموږ اولادونه دي، خدای دې ورحميږي چې دواړه لوري سوله وکړي.”

د هغې په وينا، اوس يې د ورور يتيم اولادونه په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته حيران دي . بي بي ګله وايي، د وژل شويو دولتي سرتېرو د کورنيو به هم ورته حال وي.

هغې له ښکېلو غاړو غواړي، له روانې “کور ورانوونکې” جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي، ځکه چې دغه جګړه د دواړه لوريو کورنۍ د تباهۍ کندۍ ته غورځوي.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز د ابراهيم خېلو کلي اوسېدونکى عطا‌ء الله چې له نږدې دوستانو يې يو تن د جګړې پر مهال په داسې حال کې ټپي شوى چې په خپله ځمکه کې يې کار کاوه وايي:”هره ورځ په يو او بل نوم افغانان وژل کېږي، له دولت او مخالفينو غواړم چې نور جګړه بنده کړي، د وروڼو په څېر سره کېني او سوله وکړي.”

دى له نړيوالې ټولنې هم غواړي چې له افغانانو سره د جګړې په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د هغو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونيسي چې د خپلو ګټو لپاره يې دغه جګړه ګرمه ساتلې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.