جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۷): کرنې وزارت د ننګرهار ولايتي ادارې سره د دغه ولايت د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د نږدې ۹۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۷۵ شنو خونو، يو سربند او مرغدارۍ درېيو پروژو تړونونه لاسليک کړل.
ياد تړونونه د مرغومي په ۱۱مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د کرنې د وزير او ننګرهار والي له لوري لاسليک او دواړو لوريو يې د عملي کولو ژمنه وکړه.
د کرنې وزير نصير احمد دراني وويل چې په دې ولايت کې د اوبو سربند، شنو خونو او مرغدارۍ په برخو کې د ۹۷ ميليونه، ۸۵۱ زره او ۲۴۷ افغانيو په لګښت پروژې تطبيق کېږي، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
نوموړى وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو يو سربند جوړېږي، چې پنځه سوه جريبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
ده زیاته کړه، د اچين، روداتو، کوټ، چپرهار، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د ۴۹ میلیونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت ۷۵ تجارتي شنې خونې جوړېږي.
د کرنې وزير وويل، دوربابا، ګوشتې، کوټ او خوږياڼو ولسواليو کې د څه باندې ۲۷ ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د هګيو توليد په موخه زر کورنيو ته د چرګانو روزنې ۳۰ قطعې او همدا راز په کوز کونړ او دره نور ولسواليو کې د پنځلس ميليونه او دوه نيم سوه زره افغانيو په لګښت د غوښې توليد په موخه د چرګانو روزنې پنځه سوه قطعې جوړېږي، چې چارې به يې ډېر ژر پيل شي.
د نوموړي په وينا،د دغو پروژو په تطبيق سره به د ننګرهار يو شمېر ولسواليو زرګونه کورنۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي او د خلکو په اقتصادي وضعیت کې به مثبت بدلون رامنځته شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي وويل، د دغو پروژو په تطبيق سره به د ننګرهار د نا امنو ولسواليو زرګونه کورنيو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه ورسېږي.
ننګرهار والي همدا راز د کرنې له وزير څخه وغوښتل ترڅو د ختيځ زون او په ځانګړي ډول د ننګرهار زراعت ته لا ښه پاملرنه وکړي او د خلکو د اقتصادي پرمختګ په موخه اړينې زراعتي پروژې تطبيق کړي.
په پای کې ننګرهار والي او دکرنې وزير د يادو پروژو قراردادونه لاسليک کړل او يو بل ته يې د پروژو په ښه تطبيق کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن