ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشرۍ ټاکنې د حکومت په امر ځنډېدلې دي”

“ولسمشرۍ ټاکنې د حکومت په امر ځنډېدلې دي”

author avatar
1 Jan 2019 - 19:51
“ولسمشرۍ ټاکنې د حکومت په امر ځنډېدلې دي”
author avatar
1 Jan 2019 - 19:51

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر احتمالي نوماندان حکومت د ټاکنو په مهندسۍ تورنوي او وايي، ولسمشریزې ټاکنې د حکومت په امر او فشار ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ملي وفاق رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود په کابل کې یوې ناستې ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدل د خلکو په حق کې ظلم دی.

نوموړي زیاته کړه، د حکومت مشرتابه د ولسمشریزو ټاکنو بهیر په پېچليتوب کې لاس لري او په دې اړه له دوی او نورو سیاسي ګوندونو سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

د افغانستان د ملي وفاق رییس د اندېښنې په څرګندولو وویل: ((په راتلو درېیو میاشتو کې باید ټاکنې ترسره شوې واي، خو له بده مرغه کمېسیون اعلان وکړ چې ټاکنې ځنډېږي، که څه هم موږ پوهېدو چې حکومت په ټاکلي وخت د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري.))

نوموړي ادعا وکړه چې حکومت د ټاکنو په مهندسۍ کې لاس لري، ټاکنې د حکومت له خوا ځنډول شوې او اوسنی حکومت د ټاکنو قصد نه لري.

مسعود زیاته کړه: ((که حکومت د تېرو کلونو په جریان کې د سیاسي ګوندونو ګواښونه جدي ګنلي وای او پر وخت یې لازم اقدامات په نظر کې نیولي وای، ټاکنې نه ځنډېدلې.))

احمد ولي مسعود وویل: ((موږ مجبوره یو د ټاکنو ځنډېدل ومنو، خو تر خاصو شرایطو لاندې څو د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په برخلیک اخته نه شو.))

هغه زیاته کړه، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې باید اساسي بدلونونه راشي، د رایې ورکوونکو لېست د بایومتریک په وسیله برابر او د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو سره پر یو وخت ترسره شي.

نوموړې په ډاګه کړه: ((د حکومت په صلاحیتونو کې باید محدودیتونه راشي، ځکه د ۱۳۹۸ کال تر غبرګولي وروسته اوسنی حکومت قانوني بڼه نه لري، خپل باور او مشروعیت له لاسه ورکوي او د قانون په تشه کې باید د حکومت په صلاحیتونو کې قاطع محدودیتونه رامنځته شي څو حکومت له دې تشې د ځان په اړه د ناوړه ګټه پورته کېدو توان ونه لري.))

بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو بل احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر ویلي، د حکومتي چارواکو د فشار له امله ولسمشریزې ټاکنې ځنډېدلې دي.

پژواک ته د اتمر له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدل د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې بلل شوي او ګواښ یې کړی چې د ۱۳۹۸ کال له غبرګولي میاشتې وروسته اوسنی حکومت سیاسي او حقوقي مشروعیت له لاسه ورکوي.

دغه دفتر په ډاګه کړې چې د اوسني حکومت مشرتابه ته لازم دي چې د خپلې قانوني دورې له پای ته رسېدو وروسته له واکه لرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.