ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ټاکنو د څار بنسټونه په ټاکنو کمېسیون کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي

پر ټاکنو د څار بنسټونه په ټاکنو کمېسیون کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي

author avatar
1 Jan 2019 - 19:30
پر ټاکنو د څار بنسټونه په ټاکنو کمېسیون کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي
author avatar
1 Jan 2019 - 19:30

کابل (پژواک،۱۱مرغومی۹۷): پر ټاکنو د څار بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ اعلان د قانون خلاف بولي او د ټاکنو قانون د ۱۰۴مې مادې پر عملي د ټینګار تر څنګ یې په دغه کمېسیون کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د راتلونکي کال د وري ۳۱مه نېټه ټاکلې وه، خو دوه ورځې مخکې یې اعلان وکړ چې یادې ټاکنې به د ډېرو اصلاحاتو او تیاریو له امله د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه ترسره شي.

پر ټاکنو د څار د اتو بنسټونو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن کابل کې د یادې اتحادیې غړي حبیب الله شینواري ولوستله، راغلي، د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدل د ټاکنو او هېواد د اساسي قانون سره په ټکر کې دي او مسوولیت یې د ټاکنو کمېسیون او حکومت پر غاړه دی.

سرچینه کاږي، د ټاکنو ځنډېدل په افغانستان کې تازه په پښو درېدلې ډېموکراسۍ ته لوی زیان رسوي او د ټاکنو پر بهیر، د قانون پر حاکمیت، ډيموکراسۍ او د ټاکنو په ترسره کوونکو بنسټونو د خلکو باور ته زیان رسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((که دغه ځنډ د ټاکنو قانون د ۱۰۴مې مادې په اساس رامنځ ته شي، د توجیه وړ دی، له دې امله «اتحاد» د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو پر مهال د ټاکنو کمېسیون او د ملي یووالي د حکومت له یادې پرېکړې ملاتړ کوي.))

د ټاکنو قانون په ۱۰۴ مه ماده کې راغلي: ((کله چې امنیتي وضعیت، طبیعي پېښې او افات او یا دې ته ورته حالات د ټاکنو د عادلانه توب او عمومي کېدو اصل ناممکن کړي، یا دا چې د ټاکنو د مرحلو مشروعیت ته زیان ورسوي، ټاکنې د کمېسیون په وړاندیز او د هغې کمېټې په تایید چې د ملي امنیت شورا د غړو او رییس، د ملي شورا د مجلسونو رییسانو، د سترې محکمې رییس او د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون رییس له ټاکلي تاریخ څخه تر څلورو میاشتو ځنډولی کېږي.))

پر ټاکنو د څار بنسټونو د اتحادیې غړي خلیل رووفي د قانون دې مادې ته په اشاره وویل: ((کمېسیون د ټاکنو د ځنډېدو په اړه د وړاندیز صلاحیت لري، نه دا چې ټاکنې وځنډوي.))

هغه زیاته کړه، د څار بنسټونو اتحادیه له کمېسیون څخه د اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، ځکه دغه اتحادیه د اوو کمېشنرانو، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء د رییس او د دغه کمېسیون د یو شمېر ولایتي رییسانو د لرې کېدو غوښتنه کوي.))

یاد اتحاد د غوره اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو په خاطر د سیاسي اجماع د رامنځ ته کېدو د ټاکنیزو اصلاحاتو د عمل پروګرام د جوړېدو، د ټاکنو بهیر په حقوقي چوکاټ (د ټاکنو قانون، لوحو او کړنلارو) کې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په کتو د کمېسیون په غړو، مشرتابه، دارالانشاء او ولایتي دفترونو او په ځانګړې توګه د ولسوالیو شوراګانو نوماندانو ته د شرایطو په برخه کې د جدي اصلاحاتو د راوستو غوښتنه وکړه.

دغه راز د څار بنسټونه د رایې ورکوونکو په مشخصاتو کې د اصلاحاتو لپاره د بایومتریک سیستم او له ټاکنو مخکې د رایو ورکوونکو د خپاره شوي نوملړ په اساس د  نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره په همغږۍ د رایې ورکوونکو لېست ته د بیا کتو او اصلاح غوښتنه کوي.

سرچینې د ټاکنو په بهیر کې د دولتي چارواکو د نه مداخلې او په ولسمشریزو ټاکنو کې له قانوني امکاناتو، سرچینو او صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې د نه ترسره کېدو د ژمنې غوښتنه وکړه.

دغه بنسټونه له سیاسي ګوندنو غواړي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو تر څنګ دې خپل قانوني او عملي وړاندیزونه له ټاکنو کمېسیون سره شریک کړي او د هغه د عملي کېدو لپاره دې جدي هڅې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.