د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غزني ښار کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په غزني ښار کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jan 01, 2019 - 17:25

غزني ښار (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧): د غزني ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند په درېيمه حوزه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي، په دغو بريدونو کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دى زياتوي، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١١ پوليس وژل شوي او يو ټانک يې له منځه وړل شوى دى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د غزني په ښار او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو يو ځل بيا زور اخيستى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan