کابل (پژواک،۱۱ مرغومی ۹۷): د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیولې او د دوی له منګولو یې یو کس ازاد کړی دی.
د یاد ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغې ډلې د کابل ښار د خیرخانې د «پروژه جدید» له سیمې یو ډاکتر تښتولی و او د خلاصون په بدل کې یې د یاد ډاکتر له کورنۍ څخه د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه درلوده.
د سرچینې د معلوماتو په اساس د دغې ډلې غړي اجمل، عبدالنصیر، سید نعیم او حمیدالله د پیسو له ترلاسه کولو مخکې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند تایمني سیمه کې نیول شوي او تښتول شوی کس یې کورنۍ ته تسلیم شو.
سرچینې زیاته کړې، له نیول شوو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۵۸ فیره مرمۍ، یوه پرتله ،۱۳ ویډیويي کسټې او پنځه مبایلونه ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د انسان تښتوونکو د یادې ډلې د نیول کېدو وخت ته اشاره نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن