د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې وېش پيل شو

کندهار کې د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې وېش پيل شو

Jan 01, 2019 - 19:19

کندهار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۷): په کندهار کې پر ۴۶۰۰ کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

هغه مراسم چې په دې اړه په ډنډ ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د کندهار ولایت مرسیتال حاجي اغا لالي دستګیري، د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي، د ډنډ ولسوال عبيدالله امين او لسګونو کروندګرو ګډون کړی وو.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې دغه مرسته د ولایتي ادارې په هڅو د F.A.O موسسې له خوا چمتو شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه مرسته به د ډنډ ولسوالۍ تر څنګ د ژېړۍ، پنجوايي او دامان پر ۴۶۰۰ کروندګرو ووېشل شي.

دی وايي، هر کروندګر ته به یوه بورۍ د غنمو اصلاح شوی تخم، دوه بورۍ توره او سپینه کېمیاوي سره ورکړل شي چې تر یوه بریده به د هغوی ستونزې پرې حل شي.

په ټولنيزو چارو کې د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري وويل، له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې دغه بېړنۍ مرسته د هغو کروندګرو لپاره ده چې روانې وچکالې ډېر ځپلي دي.

هغه زیاته کړه، د غنمو د کرلو لپاره کافي وخت شته او کروندګرو ته په کار ده چې پر خپلو ځمکو همدا اصلاح شوی تخم وکري چې حاصلات به یې هم ښه وي.

د ډنډ ولسول عبیدالله امین غوښتنه وکړه چې له کروندګرو سره دې نورې دا ډول مرستې هم وشي، ځکه روانې وچکالۍ خلک او کر کرونده زیانمن کړي دي.

د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر صالح محمد چې دغه مرسته یې تر لاسه کړې وه، وویل، د روانې وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې چې کروندګر او باغ لرونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ده له حکومت څخه وغوښتل چې چې د تخمونو او سرې تر څنګ دې په ولسوالیو کې د اوبو د زېرمه کولو په موخه د چیک ډیمونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې روانې وچکالۍ کندهار ۷۰ سلنه ځپلی چې له امله یې کرنې او باغدارۍ ته زیان اوښتی او ان ډېرې کورنۍ یې خپل مېنو پرېښودو ته هم اړ ویستې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement