ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ميوند کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په ميوند کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Jan 2019 - 10:43
د کندهار په ميوند کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Jan 2019 - 10:43

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه تکتيکي بريد کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه تېره شپه د  ميوند ولسوالۍ په مندوزيو سيمه کې رامنځته شوې، وسله والو د ملي اردو يوې قرارګاه ته تونل کېندلی او وروسته يې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړي او چاودنه يې ورکړې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ وياند ډګرمن خواجه يحيی علوي پېښه تاييدوي او وايي، پر دغه قرارګاه وسله والو برید کړی و او چاودنه هم شوې ده.

ده د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، سیمې ته يو پلاوی د څېړنې په موخه لېږل شوی چې وروسته به يې په اړه کره معلومات ورکړل شي.

خو د ميوند ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ویاند اشرف وطندوست وايي، وسله والو د یوه تونل له لارې چې د ملي اردو یوې قرارګاه ته یې ايستلى و، چاودنه کړې ده چې په پایله کې یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

دی وايي، د امنیتي ارګانونو مسوولین د پېښې ځای ته پر لاره دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړل شي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ميوند کې يې د ملي اردو پر يوه کنډک تکتيکي چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې تر ٣٠ پورې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.