ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې دوو افغان سرتېرو پر بهرنیو ځواکونو بريد کړی

په هرات کې دوو افغان سرتېرو پر بهرنیو ځواکونو بريد کړی

author avatar
2 Jan 2019 - 16:52
په هرات کې دوو افغان سرتېرو پر بهرنیو ځواکونو بريد کړی
author avatar
2 Jan 2019 - 16:52

هرات(پژواک، ۱۲ مرغومى ۹۷): دوو افغان سرحدي سرتېرو ته وروسته له هغه د خپلو افغان سرتېرو ملګرو له خوا مرګ ژوبله واوښته چې پر نهرنیو ځواکونو یې د راکټ فیر وکړ.

د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان نورالله قادري پژواک ته وویل، نن سهار یو شمېر بهرنيو ځواکونو د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار له پنځمې سرحدي لوا څخه لیدنه کوله چې یادې لوا ته نږدې، پرې دوو افغان سرحدي سرتېرو د راکټ فیر وکړ، خو راکټ پر بهرنیانو نه دی لګېدلی.

هغه زیاته کړه، د پېښې پر مهال یاد دوه سرتېري خپلو افغان همکارانو پر ډزو ویشتلي چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی.

قادري د دې په روښانولو سره چې بهرنیانو ته زیان نه دی اوښتی زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند شوی خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم افغان سرتېرو بهرنیان په نښه کړي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.