ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د شهیدانو ۱۲ زره کورنیو ته د خوراکي توکو کوپونونه وېشل کېږي”

“د شهیدانو ۱۲ زره کورنیو ته د خوراکي توکو کوپونونه وېشل کېږي”

author avatar
2 Jan 2019 - 15:37
“د شهیدانو ۱۲ زره کورنیو ته د خوراکي توکو کوپونونه وېشل کېږي”
author avatar
2 Jan 2019 - 15:37

 کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د ولسمشر د فرمان په اساس په کابل کې د شهیدانو د وارثانو ۱۲ زره کورنیو ته د راتلونکو ۹ میاشتو لپاره د خوراکي توکو مرستندویه کوپونونه وېشل کېږي.

 پژواک ته د ملي تدارکاتو له لوری په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((حکومت د دفاعي او امنیتي ارګانونو او د ترورستي پېښو شهیدانو او د دوی وارثانو ته د احترام په پار د شهیدانو وارثانو ته د خوراکي توکو مرستندوی کوپونونه وېشي.))

 د خبرپاڼې په حواله، په دغو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، چای، بوره او باقلي شامل دي چې د هغو لرونکي کولای شي په منظم ډول خوراکي بستې ترلاسه کړي.

د ملي تدارکاتو ادارې د عمومي رییس انجنیر محمد عمر هوتکي د معلوماتو په اساس، په لومړۍ دوره کې د خوراکي توکو یاد مرستندوی کوپونونه د اړوند ادارو په مرسته په کابل کې وېشل کېږي او وروسته دغه بهیر په نورو ولایتونو کې هم پلی کېږي.

د هوتکي په خبره، د خوراکي توکو وېش د کوپون په کتابچه کې تایید شو، هره میاشت به د شهیدانو وارثانو ته وېشل کېږي او د دغه بهیر د روڼوالي  او څارنې په پار د ملي تدارکاتو یوه ګډه کمېټه جوړېږي.

دغه راز د ولسمشر د حکم په اساس، د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او د معلولیونو او د شهیدانو د وارثانو د ملاتړ اداره او د ملي امنیت ریاست دنده لري چې په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو د وارثانو د معلوماتو لېست د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري او د دغه حکم د تطبیق په برخه کې د ملي تدارکاتو له ادارې سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.