جلال اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د نږدې ۵۶ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځوس بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ياد روغتون د ودانۍ چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي او کار يې پرون د مرغومي په ۱۱مه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شو.
د ننګرهار والي حيات الله حيات د بنسټ ډبرې ايښودلو وروسته رسنیو سره په خبرو کې وويل، په کوټ ولسوالۍ کې د شپږ پنځوس ميليونه افغانيو په مالي لګښت د پنځوس بستريز روغتون ډبرې کېښودل د دغې ولسوالۍ خلکو ته د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو په موخه کېږي.
هغه مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ياد روغتون د جوړولو چارو څخه څارنه وکړي، ترڅو د قرارداد مطابق يې د جوړونې چارې بشپړې شي.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيالې ډاکتر ماموسۍ زیور وويل، چې ياد روغتون د عامې روغتيا وزارت له بوديجې څخه د دوو کلونو په موده کې جوړيږي.
نوموړې وويل، دا روغتون به بشپړ تجهيز او اکمال وي او تر ډېره به د زېږون پرمهال د مېندو او ماشومانو د مړينې د کچې کموالي کې مهم رول ولري.
دغه راز د ننګرهار عامې روغتيا ريیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، دغه پنځوس بستريز روغتون کې به د جراحي، نسايي ولادي او داخله په ګډون دیارلس څانګې فعاله شي.
نوموړي زياته کړه،کوټ ولسوالۍ څلور روغتيايي مرکزونه لري، چې د ولايت په کچه يې په کې د شپږم پنځوس بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د ننګرهار ښار جوړونې رييس عبدالقهار حيدري وويل چې ياد روغتون په لس جريبه ځمکه کې په دوو بلاکونو کې جوړيږي، چې ديرش خونې او نور د روغتون اړوند ضروري ملحقات به ولري.
د کوټ ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب د ولسي ملاتړ پروګرام مشر سيد رحمن مومند وويل، اوسمهال د دغې ولسوالۍ خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ دي، چې د دغه روغتون په جوړېدو به يې يادې ستونزې تر ډېره حل شي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت يو شمېر نورو ولسوالیو کې د ورته پنځوس بستريز روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شوې وې چې تر ټولو وروستۍ هغه يې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن