لښکرګاه(پژواک، ۱٢مرغومی ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوې دولتي ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د هلمند د سوداګرۍ او صنايعو امريت لپاره ودانۍ جوړه او نن د مرغومي په ١٢مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په دغو مراسمو کې د هلمند د سوداګرۍ او صنايعو امر نظر محمد رحيمي وويل چې پر دې ودانۍ ١١،٧ ميليونه افغانۍ لګول شوي او د جوړېدو چارې يې د يو کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، دغه ودانۍ ٢٢ خونې لري چې په اساسي ډول جوړه شوې او مالي لګښت يې هم د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له اختياري بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
هغه زياته کړه: (( مخکې مو مشکلات ډېر و، زموږ ادارو به کله په يوه او کله به يې په بل ځاى خپلې چارې پر مخ وړلې خو اوس ښه شو دغه ستونزه تر ډېره هواره شوه.))
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې هلمند لومړۍ درجې ولايت ته ارتقا کړى اوس به تشکيلات او امکانات هم د لومړۍ درجې ولايت ورکول کيږي.
والي د یادې ادارې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د جوړې شوې ودانۍ سمه ساتنه وکړي او د سوداګرو او خلکو کارونه پر وخت او سمه توګه سرته ورسوي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، هلمند کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
په دغو مراسمو کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه جومات په دوه نيم جريبه ځمکه کې د ٥٥ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي.
د والي د معلوماتو له مخې د دغه جومات د جوړېدو چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي چې په يو وخت کې څلور زره کسان کولاى شي لمونځ په کې وکړي.
همدارنګه د هلمند د حج او اوقافو رييس حافظ محمد داوود د ياد جومات پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې تر دې وړاندې په هلمند کې دومره لوى جومات نه و جوړ شوى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند پوهنتون د احاطې ديوال د جوړېدو چارې هم پېل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن