کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٧): د ملي امنيت شورا دفتر وايي چې د ملي امنيت سلاکار او د ملي دفاع سرپرست وزير پر احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناريو ته پر چمتووالى خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن مازیګر د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
سرچينه کاږي، دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو.
خو سرچينې د احتمالي اوربند او نورو سناريوګانو په اړه وضاحت نه دى ورکړى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، همدا شان لیدنه کې ټینګار وشو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي، ترڅو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.
د خبرپاڼې په حواله، د هېواد له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه.
هغه وویل، اوس مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل ځای لا پیاوړی کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن