کابل (پژواک، ١٢ مرغومی ٩٧): په ١٣٩٧ مالي کال کې د افغان دولت عواید ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلي چې دا اندازه د تېر کال په پرتله ۲۰ میلیارده افغانۍ او د ټاکلې موخې په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د مالیې وزارت ویاند شمعرېزخان مسجدي د دې مطلب تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عایدات د ځینو پروسېجرونو د اسانه کېدو، له فساد سره د مبارزې او د عایداتو د راټولولو د برخو د الکترونکي کېدو له امله زیات شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د ۱۳۹۶ مالي کال عایدات شاوخوا ۱۶۹ میلیارده افغانۍ وو او د پیسو نړیوال سازمان (IMF) د ۱۳۹۷ کال لپاره دوی ته ۱۷۳ میلیارده افغانۍ موخه ټاکلې وه.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ ڼېټه پیلېږي.
د مالیې وزارت ویاند وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په روان مالي کال کې د تېر کال په پرتله ډېر عایدات ولري خو تر اوسه دې عایداتو ته موخه نه ده ټاکل شوې، ځکه دغه موضوع تر ارزونې او تحلیل لاندې ده.
هغه زیاته کړه، د هېواد په ځينو ولایتونو کې ناامني، د مالیې ورکولو ټيټ کلتور، مالي او اداري فساد، د عایداتو د راټولولو په یو شمېر برخو کې ټيټه وړتیا او د دې برخې لپاره د ځینو اسانتیاوو نشتون د عایداتو د راټولولو په برخه کې عمده ستونزې دي.
څو ورځې مخکې د کابینې ناستې د عایداتو د راټولو په برخه کې د مالیې وزارت د کړنو د ستاینې سربېره اړوند وزارتونو او ادارو ته دنده ورکړه چې د عایداتو د اسانتیاوو په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي او د مالیې وزارت د همکارۍ په مرسته دې د عایداتو لپاره روښانه او څرګند پلان جوړ کړي.
د تېر مالي کال عایدات په داسې حال کې ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلي چې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې طرحه کې ۲۷۵ میلیارده عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجه شامله ده چې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ یې په داخلي او پاتې بودیجه د بهرنیو ملاتړ کوونکو له لارې تمویلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن