زرنج(پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د نیمروز د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ زره اهلي حیونات د وچکالۍ او کافي اوبو د نه شتون له امله له منځه تللي دي.
د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد اکبر شریفي پژواک ته وویل، د دغه ریاست تازه سروې ښيي چې د اوښانو، پسونو، وزو، غواګانو او غوییو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ زره حیوانات له منځه تللي دي.
نوموړي د دې په روښانه کولو چې د یاد ولایت مالدارانو ته د دغه شمېر حیواناتو د له منځه تلل نه جبرانېدونکې ضربه ده زیاته کړه، تر ټولو ډېر زیان د ولایت د مرکز زرنج او کنګ او چخانسور ولسوالیو مالدارانو ته اوښتی دی.
د زرنج ښار د شوال سیمې مالدار محمد نادر وویل: ((ما ۳۰۰ غواګانې لرلې، یوازې ۱۲۰ یې نم دمې پاتې دي نورې د اوبو د نه شتون له وجې له منځه لاړې.))
د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالشکور وویل، دلته سمه کرنه ترسره نه شوه، اوبه نه وې او د علوفې د نشتون له امله مې ۲۰ پسونه له منځه تللي دي.
د نیمروز د کرنې او مالدراۍ رییس پژواک ته وویل، په روان کال کې د څارویو د مړينې د مخنیوي په خاطر د کرنې وزرات دغه ولایت ته ۳۸۶ ټنه حیواني خوراکه لېږلې او مالدارانو ته په وړیا ډول ووېشل شوه.
د هغه په خبره، دغه مواد هغو مالدارنو ته ووېشل شول چې له ۵۰ ډېر څاروي یې لرل.
د چخانسور ولسوالۍ یوه مالدار خدایداد وویل، دغه مرستې د دوی د څارویو د یوې اوونۍ خوارکي اړتیا نه شي پوره کولای او دولت باید زیاتې مرستې وکړي.
هغه وویل: ((زموږ ټول کسب او کار همدغه مالداري ده، که څاروي مو له لاسه ورکړل ټول ژوند مو له منځه ځي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن