کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه تکتيکي بريد کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په مندوزيو سيمه کې رامنځته شوې، وسله والو د ملي اردو يوې قرارګاه ته تونل کېندلی او وروسته يې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړي او چاودنه يې ورکړې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ وياند ډګرمن خواجه يحيی علوي پېښه تاييدوي او وايي، پر دغه قرارګاه وسله والو برید کړی و او چاودنه هم شوې ده.
ده د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، سیمې ته يو پلاوی د څېړنې په موخه لېږل شوی چې وروسته به يې په اړه کره معلومات ورکړل شي.
خو د ميوند ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ویاند اشرف وطندوست وايي، وسله والو د یوه تونل له لارې چې د ملي اردو یوې قرارګاه ته یې ايستلى و، چاودنه کړې ده چې په پایله کې یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
دی وايي، د امنیتي ارګانونو مسوولین د پېښې ځای ته پر لاره دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړل شي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ميوند کې يې د ملي اردو پر يوه کنډک تکتيکي چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې تر ٣٠ پورې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن