ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له امریکا سپیناوی وغوښت

افغانستان د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له امریکا سپیناوی وغوښت

author avatar
3 Jan 2019 - 18:09
افغانستان د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له امریکا سپیناوی وغوښت
author avatar
3 Jan 2019 - 18:09

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): د افغانستان حکومت د شوروي پر ضد د جهاد په تړاو د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو له دې هېواد څخه سپیناوی وغوښت.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي چې زموږ پر ګران هېواد د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، افغانانو د یو ملي پاڅون په پايله کې د خپلې مقدسې خاورې د خپلواکۍ په خاطر جهاد پيل کړ.

پخواني شوروي اتحاد په ١٣٥٨لمريز کال کې پر افغانستان يرغل وکړ او بالاخره د افغانانو تر سخت مقاومت وروسته په ١٣٦٦لمريز کال له هېواد څخه په وتلو مجبوره شول؛ خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په خپلو تازه څرګندولو کې له روسيې، هند او پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو پر ضد وجنګېږي او زياته کړې يې ده چې روسيه پخوا شوروي اتحاد و، خو د افغانستان جګړې ترې روسيه جوړه کړه او دې جګړې يې اقتصاد له منځه يووړ.

هغه ويلي: "هند هلته دی، روسيه هلته ده، پاکستان هلته دى، هغوى بايد په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد جګړه کې ګډون وکړي، امريکا ٦زره ميله لرې ورغلې او هلته جګړه کوي."

د ارګ په اعلاميه کې زياته شوې، د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقدس جهاد د اعلان په طرفدارۍ او د دغه یرغل د غندلو په هکله نړۍ بشپړه اجماع درلوده، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې په لوړ اکثریت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل پر ضد اعتراضیه پرېکړه لیک صادر او دغه یرغل یې وغانده.

همدارنګه د ۳۴ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه بیانیه ورکړه چې پخوانی شوروي اتحاد په کې مقصر ګڼل شوی وو او له قید و شرط پرته یې ژر تر ژره له افغانستان څخه د سرو لښکرو پر وتلو هم ټینګار کړی و. 

سرچينه کاږي، د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ټولو جمهور رئیسانو، نه یواځې دا چې دغه یرغل غندلی؛ بلکې دوی د افغانانو د مقدس جهاد ملاتړي پاتې شوي دي. د جهاد په دوران کې افغانانو انتحاري بریدونه، نه کول او دغه راز یې نورو هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نه و متوجه کړی.

سرچينه زياتوي، په دغه حساس تاریخي پړاو کې نړۍ له ابهاماتو څخه ډکه ده، همدارنګه نړۍ د بدلون په حال کې ده او د بدلون او ابهام په دغه چوکاټ کې اکثره هېوادونه په ټولو برخو کې له سره خپلې نوې محاسبې کوي.

د افغانستان حکومت وايي،  له نورې نړۍ سره زموږ اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ تدوین شوې دي، په افغانستان کې نړیوالې قواوې یواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړۍ او د همدغو دوستو هېوادونو د امنیت لپاره پرتې دي.

سرچينه ليکي، د ملي یووالي حکومت له پيل څخه تر اوسه افغانانو خصوصاً زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د بقا او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په لسګونه زره قربانۍ ورکړې دي، هر هېواد ته خپلې ګټې مهمې دي او د هېواد په دغه حساسو شرایطو کې زموږ لومړیتوب دا دی چې له هره اړخه په خپل ځان اتکا زیاته کړو.

ارګ وايي: "د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه موږ هم د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د ډیپلوماټیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریک شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.