ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو د سولې په موخه کمپاین پیل کړی

ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو د سولې په موخه کمپاین پیل کړی

author avatar
3 Jan 2019 - 14:24
ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو د سولې په موخه کمپاین پیل کړی
author avatar
3 Jan 2019 - 14:24

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې يو شمېر ښځينه مدني فعالانو د جګړې د پای او سولې راتلو په هيله کمپاين پيل کړی دی.

دوی وايي، موخه يې د کليوالي سيمو خلکو او وسله والو مخالفينو ته د سولې پيغام رسول دي چې په يوه خوله د سولې غږ پورته کړي.

يادې ښځينه فعالانې د ننګرهار کامې ولسوالۍ اړوند ډاک کلي سيمې ته ورغلې وې او هلته يې له ځايي خلکو سره يو ځای د کورونو پر دېوالونو او د غرونو په څنډو رسامۍ کړې دي.

د دوی له ډلې مدني فعالې او د کور ښځينه مدني بهير مشرې مقدسې احمدزۍ د مرغومي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې په هېواد کې د سولې خبرې ګرمې شوې؛ نو دوی هم وسله والو ته د سولې پيغام ورکولو په موخه داسې پلان جوړ کړ.

هغې وويل، ښځې همېشه د جګړو قرباني دي او د پښتني کلتور له مخې د مېرمنو خبرې ته ارزښت هم ورکول کېږي؛ نو ځکه غواړي چې د ښځو په استازۍ له وسله والو وغواړي چې نور له جګړو لاس واخلي او سوله وکړي.

مقدسه وايي: ((کله چې موږ د ډاک کلي ته لاړو؛ نو هلته مو له کليوالي خلکو همکاري وغوښته، چې په ډيره مينه راسره سپين ږيري، ځوانان او ماشومان کوڅه په کوڅه وګرځېدل، په ديوالونو مو د سولې رنګونه پورې کړل او هم مو د غرونو په څنډو.))

نوموړې وايي، ځکه يې د خپل کمپاين لپاره کليوالي سيمه وټاکله چې د ولس له يووالي او غږ پرته د سولې راتګ ستونزمن دی.

هغې د سولې د روانو هلو ځلو په تړاو خوښي څرګنده کړه؛ خو پر طالبانو يې غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

د مقدسې احمدزۍ په باور، که طالبان سوله کوي نو خامخا به د بنديانو د خلاصون، حکومت کې د ګډون او نورو موضوعاتو په تړاو له حکومت سره کېني؛ نو غوره ده چې له لومړي سره هم له حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د احمدزۍ په خبره، پلان لري چې په راتلونکي کې خپل دغه کمپاين د ننګرهار نورو ولسواليو ته هم وغځوي او د نورو سيمو خلکو ته هم د سولې پيغام ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.