ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: پاکستان له امريکا سره ځکه رښتينى نه دى چې په خپل کور کې يې دښمن ساتلى

ټرمپ: پاکستان له امريکا سره ځکه رښتينى نه دى چې په خپل کور کې يې دښمن ساتلى

author avatar
3 Jan 2019 - 11:57
ټرمپ: پاکستان له امريکا سره ځکه رښتينى نه دى چې په خپل کور کې يې دښمن ساتلى
author avatar
3 Jan 2019 - 11:57

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا پر پاکستان نيوکه کړې ده چې په خپله خاوره کې يې د امريکا دښمن ته ځاى ورکړی او هېڅکله له امريکا سره رښتينی نه و.

ټرمپ دغه څرګندونې پرون د امريکا د کابينې له غونډې وروسته له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې کړې دي.

ده زياته کړې، په همدې موخه يې پر پاکستان نږدې يونيم ميليارده ډالره مرسته بنده کړې چې له امريکا سره يې سمه همکاري نه کوله.

هغه زياته کړې: ((پاکستان له موږ سره رښتينى نه و، هغوى په خپل کور کې دښمن ته ځاى ورکړى، خو اوس موږ غواړو چې د پاکستان له نوي مشرتابه سره له نږدې اړيکې ولرو.))

بلخوا په دغه کنفرانس کې ټرمپ هيله مندي ښودلې چې ډېر ژر به د پاکستان له نوي مشرتابه سره وګوري او غواړي ورسره ښې اړيکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېر کال پر پاکستان سختې نيوکې کړې وې او ويلي وو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې يې له امريکا سره دوکې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ له ټولو خلکو غوښتي چې له يو بل سره دې رښتيني و اوسي.

د هغه په وينا، د امريکا ځينو متحدينو د افغانستان جګړې يواځې سل دوه سوه سرتېري لېږلي، په داسې حال کې چې امريکا ميلياردونه ډالره لګولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.