پلخمري (پژواک، ١٣ مرغومي ٩٧): په بغلان کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا ريیس صفدر محسني د مرغومې په ۱۳ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د بغلان او سمنګان ولایتونو تر منځ سفر بخیر په نوم امنيتي پوستې باندې برید کړی دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
محسني وویل چې همدې سیمې ته څېرمه د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو هم له دوو ساعتونو جګړې وروسته د مهماتو د کمښت له امله د حوزې ودانۍ پرېیښې وه، خو نن سهار یې بېرته نیولې ده.
محسني په دې جګړه کې د درېيو وسله والو طالبانو د ټپي کېدو هم یادونه کوي او زیاتوي چې طالبانو د درېیمې امنیتي پوستې مهمات او یو شمېر وسلې هم له ځان سره وړي دي.
دى د امنیتي ادارو پر مسوولینو نیوکه کوي چې په وروستیو کې سرتېرو ته په تجهیزاتو رسولو کې پاتې راغلي؛ ځکه یې مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بلخوا وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو بغلان کې يوه پوسته او درېيمه حوزه نيولي دي.
دى وايي چې طالبانو په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې هم وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د فابريکې سيمې پر پوستې بريد کړى و چې په ترڅ کې اووه سيمه ييز پوليسو وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن