ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا قومي مشران: که ولسمشر کړې ژمنې پوره نه کړي، له بل ټاکنيز ټيم سره درېږو

د پکتيا قومي مشران: که ولسمشر کړې ژمنې پوره نه کړي، له بل ټاکنيز ټيم سره درېږو

author avatar
3 Jan 2019 - 16:09
د پکتيا قومي مشران: که ولسمشر کړې ژمنې پوره نه کړي، له بل ټاکنيز ټيم سره درېږو
author avatar
3 Jan 2019 - 16:09

ګردېز (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو او خلکو له دغه ولايت سره د ولسمشر غني او نورو چارواکو پر ژمنو نيوکه کوي او وايي چې د شوو ژمنو يوه هم تر اوسه نه ده عملي شوې.

دوی وايي که له دغه ولايت سره د شوو ژمنو او لويو پروژو کارونه پیل نه شي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به د حکومت له اوسنيو مشرانو سره پرېکون وکړي او هېڅکله به بيا رايه ورنه کړي.

دوى دغه څرګندونې نن (د مرغومي ١٣مه) په مرکز ګردېز کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

قومي مشر ظاهر اورياخېل لوړ پوړي چارواکي په دروغو ژمنو تورنوي او وايي چې د لويو لارو او مهمو پروژو په اړه خپله ولسمشر او د کابينې ځينو وزيرانو ژمنې کړې خو د کلونو په تېرېدو يې تر اوسه د عملي کېدو هېڅ څرک نشته دى.

اورياخېل وويل: ((ټول دا اواز پورته کوو، هغه وعدې چې رييس جمهور اشرف غني موږ سره کړې، که په هغو وعدو راسره درېږي او فوراً يې راسره عملي کوي، داسې نه چې سره غلطوو، دا څومره مو چې سره غلط کړل، فکر کوم دا بس ده، که نه موږ به د بل چا په ټاکنه فکر او عمل وکړو.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل چې حکومت د ١٤ پروژو د پلي کېدو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې هېڅ يوه نه ده عملي کړې.

قادري پر بېلابېلو ملکي او سياسي بستونو د پکتياوالو کادرونو ګومارنه، د ګردېز د ښاري ماسټر پلان تطبيق، د ښوونکو او امنيتي ځواکونو د شهيدانو د ښارګوټي، صنعتي پارک، د دغه ولايت د لويو لارو او سړکونو جوړېدل او ځينې نورې پروژې يادې کړې چې په خبره يې يوازې ژمنې يې کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((پکتيا ته يې حوزوي روغتون ورکړی، خو متاسفانه حوزوي روغتون د یوې ولسوالي تشکيل لري؛ مچلغو بند او نري بند امضا شوي، خو کار يې جريان نه لري؛ د ګردېز حلقوي، د ګردېزــ زرمت، ګردېزــ پټان او ځاځيو سړکونو عملي کار نشته، د صنعتي پارک عملي کار لا هم نه دی شروع شوی او همدارنګه نورې هغه خبرې چې پکتيا به اول درجه ولايت وي او لويې پروژې به ورته راځي، هېڅ نه دي عملي شوې.))

قومي مخور حنيف احمدزی وايي چې ولسمشر غني د پکتيا له مشرانو سره واک ته تر رسېدو وړاندې او وروسته ځينې ژمنې وکړې، خو تر اوسه پر څو ناستو سربېره يې هېڅ هم نه دي کړي.

احمدزي وويل: ((هغه تعهدات چې د ملي وحدت حکومت له خوا له موږ سره شوي، که ژر تر ژره عملي نه شي، موږ به اوسني رييس جمهور ته قطعاً بيا رايه ورنه کړو، حتی بايکاټ به اعلان کړو. موږ به د ځان لپاره هغه څوک خوښ کړو چې موږ ته په فايده تمامېږي او کلک تضمين راسره کوي.))

دغه راز بل قومي مشر رازمحمد کلانتري وايي چې د ملي وحدت حکومت موده پای ته په رسېدو ده، خو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ لويه پروژه نه ده عملي شوې.

کلانتري وويل: ((پکتيا درجه اول شو، ليکن د درجه اول ولايت بودجه او تشکيل نه دي ورکړل شوي، شفاخانه حوزوي شوه، خو تشکيل، امکانات او وسايل يې لا هم ډېر کم دي او اوس زه خبر شوی يم چې نور هم کمېږي. زموږ معارف په ډېر خراب وضعيت کې دی، همداسې هر څه.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.