ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز د سولې په اړه خبرې وکړې

ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز د سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
3 Jan 2019 - 20:14
ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز د سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
3 Jan 2019 - 20:14

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٧): ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز په کابل کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې او څو نورو مسايلو باندې خبرې کړې دي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو لوى درستيز جنرال مارک مایلي، نن کابل ته رارسېدلى دى.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مایلي چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، نن مازیګر په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې برنامې لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی.

نوموړى لوړپوړى امريکايي چارواکى په داسې حال کې کابل ته راغلى چې نن د افغانستان حکومت د شوروي پر ضد د جهاد په تړاو د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو له دې هېواد څخه سپیناوی وغوښت.

ټرمپ تېره ورځ له روسيې، هند او پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو پر ضد وجنګېږي او زياته کړې يې ده چې روسيه پخوا شوروي اتحاد و، خو د افغانستان جګړې ترې روسيه جوړه کړه او دې جګړې يې اقتصاد له منځه يووړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.