ترينکوټ(پژواک،١٤مرغومى٩٧):د اروزګان امنيتي مسوولين وايي چې بهرنيو ځواکونو ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د پوليسو پر يوه پوسته بمبار کړى او شپږ پوليس په کې ټپيان شوي دي.
يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن سهار پنځه بجې رامنځته شوې ده .
د سرچينې په وينا، بهرنيو ځواکونو له تېرې ورځې راهيسې د ترينکوټ د شاه منصور او کوټول په سيمو کې عمليات پيل کړي دي.
سرچينه وايي چې بهرنيو ځواکونو نن سهار په شاه منصور سيمه کې د پوليسو پوسته په نښه کړې او د پوستې د قوماندان په ګډون شپږ پوليس يې ټپيان کړي دي.
هغه وايي چې د پوليسو د قوماندان سيدکريم او يوه بل پوليس روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د اروزګان د روغتون يوې سرچينې دغه پېښه تاييد کړه او پژواک ته يې وويل چې له يادې پېښې شپږ پوليس روغتون ته را انتقال شوي دي.
سرچينه وايي چې دوه پوليس به کوم بل ولايت ته انتقال شي او نور به دلته درملنه شي .
بهرنيو ځواکونو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن