جلال اباد(پژواک،١٤ مرغومى ٩٧): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په يوه مارکېټ کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅې ګړندۍ شوي او هڅه کېږي چې نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيول شي.
د ننګرهار د اطفايې مدير د معلوماتو له مخې، اور سهار وختي د برېښنا د شارټۍ له امله د نور محمد په نوم ديو تن مارکېټ کې چې په کې د سيمسارۍ او نور توکي پلورل کېږي، لګېدلی دى.
نوموړی وايي،اور د مارکېټ په شپږو پوړونو کې جريان لري او د اور وژنې ډله هڅه کوي چې نورو مارکېټونو ته د اور غځېدو مخنيوی وکړي .
که څه هم تر دې دمه د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو په مارکېټ کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت توکو شتون درلود.
سيمې ته د اطفايې مديريت اړوند د اور وژنې ډلې ترڅنګ، د ملي اردو د اور وژنې واسطې او د جلال اباد ښاروالۍ د اوبو ټانکرونه رسېدلي، ترڅو اور مړ کړي او نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيسي؛ خو د مارکېټ پراختيا او د اور د شدت له امله به ساعتونه نور وخت ونيسي ترڅو اور په بشپړ ډول مړ کړل شي.
بل لور ته امنيتي مسوولين سيمې ته رسېدلي او هټيوالو سره خوندي ځايونو ته د مالونو په لېږد کې همکاري کوي.
همدا راز د پېښې ځای ته څېرمه امنيتي مسوولين ولاړ دي د هټيو او د خلکو د توکو ساتنه کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي هم رسنيو ته ویلي چې اور د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوی او اور وژونکې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن