ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په تګاب کې ديوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي “

“په تګاب کې ديوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي “

author avatar
4 Jan 2019 - 11:00
“په تګاب کې ديوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي “
author avatar
4 Jan 2019 - 11:00

محمودراقي (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٧): د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي چې په يوه هوايي برید کې د طالبانو د یوه سیمه يیزقوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د تګاب امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه  شاوخوا نهه بجې کومانډو ځواکونو د تګاب د ادیزیو په سیمه کې چاپه وهلې ده.

نوموړي زياته کړه چې وژل شوي وسله وال ټول د تګاب اوسېدونکي دي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.

 بله خوا د تګاب د یادې سیمې يوه اوسېدونکي خیر الله پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د ادیزیو د سیمې ډېر وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي:« بېګاه شپه کومانډو ځواکونو د ادیزیو په یو شمېر کليو کې د خلکو کورونه تالاشي کړل او بيا د شپې درې بجې له سیمې څخه وووتل. خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»

 په سیمه کې ددولت وسله وال مخالفین هم د خپلو کسانو وژل کېدل تايیدوي.
د یادونې ده چې اوسمهال د کاپیسا په نجراب  ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات روان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.