ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاريان : د واورې ورښت به د هوا ککړتيا او وچکالۍ ته د پاى ټکى کېږدي

کابل ښاريان : د واورې ورښت به د هوا ککړتيا او وچکالۍ ته د پاى ټکى کېږدي

author avatar
4 Jan 2019 - 14:25
کابل ښاريان : د واورې ورښت به د هوا ککړتيا او وچکالۍ ته د پاى ټکى کېږدي
author avatar
4 Jan 2019 - 14:25

کابل(پژواک، ١٤مرغومى٩٧):کابل ښاريان د واورې په ورښت خوښي ښيي او وايي چې د واورې ورښت به د هوا ککړتيا او وچکالۍ ته د پاى ټکى کېږدي .

د کابل په ګډون په يوشمېر ولايتونو کې له تېرې شپې راهيسې د واورې ورښت پيل شوى دى.

دا په داسې حال کې دى چې په کابل ښار کې د سهار او ماښام له خوا د ګرد او  دود زياتوالي د کابل هوا ککړه کړې ده .

د چاپيريال ساتنې ادارې څه موده مخکې ګواښ کړى و که حکومت د کابل هوا پاکو والي ته پام ونه وکړي نو دغه حالت به فاجعه رامنځته کړي.

 د نصرالله په نامه د کابل ښار يوه اوسېدونکي  پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې خلک د ورښت په تمه و.

ده وويل چې دغه ورښت ټولو ژونديو موجوداتو ته له سره بيا ژوند وباښه او که نه واى شوى نو د کابل ککړې هوا به هره ورځ د يو زيات شمېر خلکو ژوند اخيسته .

د کابل د رحمان بابا سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((د واورې په ورښت زيات خوښ شوم ، د کابل هوا ډېره ککړه شوې وه ، په هر کور کې څو ناروغان و، ددې واورې په ورښت سره هيله لرم چې هوا ښه شي .))

د کابل د خيرخانې مينې يوه اوسېدونکي حاجي سلطان وويل چې خلک بايد ددې ستر الهي نعمت په اورېدو سره شکر وباسي ، عبادت او  د خير کارونه تر سره کړي .

د وويل چې د کابل ښار ککړې هوا او د اوبو کمښت ښاريان اندېښمن کړي و چې له دې ورښت سره به يې اندېښنې له منځه لاړې شي.

  نوموړي زياته کړه چې له دې ورښت سره به  د هوا د ښه والي ترڅنګ د وچکالۍ ستونزه هم حل شي .

 خو بل لور ته په کابل کې يو شمېر مېشت کډوال وايي چې که څه هم واوره ښه ده، خو د دوى په څېر اړو کورنيو ته چې د مرستو په تمه دي ستونزې ډېروي.

د هلمند يو کډوال چې له څو مياشتو راهيسې په کابل کې اوسيږي وايي :(( که له  موږ سره په دې ژمي کې مرسته ونه شي مړه کېږو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.