کابل (پژواک، ۱۵مرغومی ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر په وروستیو څرګندونو د نیوکې کولو تر څنګ وویل، په دې اړه د افغانستان له دريځه ملاتړ کوي او امریکا باید په دې اړه وضاحت ورکړي.
د امریکا ولسمشر څلور ورځې مخکې په خپلو تازه څرګندونو کې له روسیې، هند او پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي او ویلې یې دي چې روسیه پخوا شوروي اتحاد و، خو د افغانستان جګړې په روسیه بدله کړه او دې جګړې یې اقتصاد تخریب کړ.
هغه زیاته کړه: ((هند، روسیه او پاکستان هلته شته، دوی باید په افغانستان کې له تروریستانو سره په مبارزه کې برخه واخلي، امریکا له ۶ زره مایله فاصلې په دې ځای کې جګړه کوي.))
خو افغان حکومت د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي: ((د هېواد په رسمي پالیسۍ او تګلاره کې فرق دی، له همدې امله موږ د امریکا له دوست هېواد څخه د ډيپلوماتیکو منابعو له لارې په ځانګړې توګه ځینې پالیسیو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او هیله من يو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریکې شي.))
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي محمد موسی جناب وویل: ((له افغانستان څخه د امریکا ځواکونو د وتلو پرېکړه او د دغه هېواد په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته هېڅ زیان نه لري، بلکه خپله امریکا زيانمنېږي.))
هغه ټرمپ د پخواني شوروي له ولسمشر ګورباچوف سره چې له افغانستانه یې خپل ځواکونه و ایستل، مشابه کړ او زیاته یې کړه، ټرمپ هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو عملا غواړي امریکا له ماتې سره مخ کړي.
د ده په خبره، ټرمپ په امریکا کې د خپل واک په دوره کې سیاسي پرېکړه نه ده کړې او په خپل سوداګریز لید به د امریکا د ټوټه ټوټه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه وویل، د افغان حکومت مشران باید له اوسه فکر وکړي چې د نړۍ ستر قدرت کوم هېواد دی او له همغه هېواد سره دې معاملې ته دننه شي.
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل، امریکا باید د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي. نوموړي وویل، په دې برخه کې د حکومت له دريځه ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، افغانستان ته د امریکايي چارواکو پرتله پسې سفرونه دا ښيي چې د پردې تر شا ځينې پرېکړې شوې دي، خو د افغانستان خلک ترې خبر نه دي، د امریکايي ځواکونو موجودیت یو دروغجن باور رامنځته کړی چې که دوی نه وي، ګني افغانستان له بحران سره مخ کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دې له پټو پرېکړو خبر شي.
د ده په خبره، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته باید یو مهال وېش جوړ شي، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې توان لري چې د هېواد امنیت وساتي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن