ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست یوه اوسېدونکي نږدې ۳ لسیزې مخکې د جګړو له امله ښار ته د نه تلو اعتصاب کړی

د خوست یوه اوسېدونکي نږدې ۳ لسیزې مخکې د جګړو له امله ښار ته د نه تلو اعتصاب کړی

author avatar
5 Jan 2019 - 14:30
د خوست یوه اوسېدونکي نږدې ۳ لسیزې مخکې د جګړو له امله ښار ته د نه تلو اعتصاب کړی
author avatar
5 Jan 2019 - 14:30

خوست ښار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): په هېواد کې د روانو ناخوالو او جنګ جګړو په غبرګون کې يو ۷۵ کلن سپین ږیری په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د اعتصاب په ډول خوست ښار ته نه دی تللی او وايي، څو پر سوله باوري شوی نه وي اعتصاب به یې دوام ولري.

دغه ۷۵ کلن کس چې شين نوروز نومېږي، د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګي سيمې اوسېدونکی دی، نوموړي په عربي هېوادونو کې ٢٠ کاله مسافري کړې او بيا هېواد ته ستون شوى او له تېرو څو لسيزو خوست ښار ته نه دى راغلى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښار ته د هغه د نه تلو اعتصاب هغه وخت پيل شو چې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته په هېواد کې د واک د ګدۍ پر سر داخلي جنګونه پيل شول.

شين نوروز وايي چې د سولې او ثبات په نه شتون کې ورته عصري ټکنالوجي او اوسني ښاري پرمختګونه هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم د ليدو ارمان په زړه کې لري.

دی زياتوي: ((له انقلاب را وروسته خوست ښار ته نه يم تللی، په هغه وخت کې چې ما ليدلی و، خوست ښار کې د ګوتو په شمېر له څو خټينو دوکانونو پرته نور هېڅ هم نه وو.))

د نوموړي په وينا، له دې لارې غواړي چې نړيوالو ته د سولې او امن پيغام ورسوي، څو هغوی ته دا وښيي چې افغانان سوله خوښوونکي خلک دي.

نوموړی زياتوي، تر هغه چې په هېواد کې جګړه نه وي ختمه شوې او ټول افغانان د سولې پر يوه ټغر نه وي راټول شوي، خپل دغه اعتصاب ته به تر مرګه دوام ورکړي.

شين نوروز وايي: ((که د قومونو ترمنځ اتحاد موجود وي، ورور وژنه نه وي، سوله او امنيت وي، ښار ته ځم، خو که خبره برعکس وه، هېڅکله به ښار ته ولاړ نه شم.))

ده د چنار هغه لويه ونه هم ور وښوده چې يو وخت يې تر سيوري لاندې د سيمې له نورو قومي سپين ږېرو سره يو ځای د افغانستان له پخواني پاچا عليحضرت محمد ظاهر شاه سره ليده کاته کړي وو.

دی وايي: ((دغه ځای کې ظاهرشاه موږ سره يو ځای چای وڅښه، نور مشران هم وو، چې هغه اوس ټول مړه دي، يو هم نشته او ظاهر شاه هم مړ دی. موږ ورته د اوبو د نه شتون ستونزه ياده کړه چې بل ځای پيسې ګټو او دلته يې مصرفوو، هغه و چې ظاهر شاه زموږ دا غوښتنه ومنله او د اوبو ستونزه يې را حل کړه.))

نوموړی د خپل زړه دغه نيمګړی ارمان چې د ۴۰ کلنې جګړې پای او د امن او ثبات راتلل دي، د دولت په وسله والو مخالفينو او افغان دولت پورې تړلی بولي.

هغه پر دغه باور دی چې جګړه له تباهۍ پرته بله هېڅ ګټه نه لري او د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.