ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ـ کندهار لویې لارې ځينې موټر چلوونکي د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي

د هرات ـ کندهار لویې لارې ځينې موټر چلوونکي د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي

author avatar
5 Jan 2019 - 18:09
د هرات ـ کندهار لویې لارې ځينې موټر چلوونکي د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي
author avatar
5 Jan 2019 - 18:09

هرات (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): په هرات کې د بار وړونکو موټرو موټر چلوونکي د هرات ـ کندهار پر لویه لار د پولیسو له بد چلند او بې قانونه پیسو د اخیستو ادعا کوي او وايي، که پولیسو ته پیسې ورنه کړي، د موټر پر درولو سربېره ترې جنسي غوښتنه هم کوي.

دوی وايي، سربېره پر دې چې موټرچلوونکي په یاده لویه لار د پولیسو له خوا ځورول او رټل کېږي، طالبان او وسله وال غله هم ترې باج اخلي، خو حکومت د دې ستونزې حل ته هېڅ پام نه کوي.

د یادې لویې لارې موټر چلوونکي محمد داوود پژواک ته وویل: ((سره له دې چې په دې لاره موږ له ډېر خطر سره مخامخ یو، خو د یوې مړۍ حلال رزق د ګټلو لپاره مو شپه او ورځ پر ځان حرامه کړې او د لارې په اوږدو دښتو کې له زرګونه خطرونو او ډار سره سفر کوو، خو په لار کې پولیسو، ترافیکو، امنیتي پوستو، غلو او طالبانو ته جلا جلا پیسې ورکوو.))

نوموړي زیاته کړه، څه موده مخکې په داسې حال کې چې د موټر مالک ورسره وو، پولیسو ودرول او د پیسو غوښتنه یې وکړه، خو د موټر مالک پولیسو ته وویل، دا د تجار مال دی او دی یې یواځې د لېږد پیسې اخلي چې هغه هم په سخته د موټر او موټرچلوونکي پیسې پوره کوي.

د ده په خبره، پولیسو د موټر د مالک او سپین ږيري په دې خبرو هېڅ غوږ و نه ګراوه او هغه ته یې په کنځا وویل، که پیسې نه ورکوي، لواطت ته دې تیار شي.

بل موټر چلوونکي نثار احمد وویل، دوه ورځې مخکې د انتن پوستې پولیسو د نوموړي موټروان ته په بد رد ویلو د ۲۰۰۰ افغانیوغوښتنه کړې او ورته ويلي یې دي چې که پیسې ورنه کړي، باید له هغو سره لواطت وکړي.

د محمد حلیم په نوم بل موټرچلوونکي پژواک ته وویل، له هرات څخه تر کابله شاوخوا ۳۰زره افغانۍ زورواکو ته ورکوي.

دغه موټر چلوونکي ټینګار کوي چې څو ځله یې له دولت څخه د یادې ستونزې د حل غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې ورته هېڅ توجه نه ده کړې.

په همدې حال کې تېره ورځ د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي هرات ته د سفر پر مهال په دې لویه لار د ستونزو موجوديت تایید کړ او ټینګار یې کړی و چې د کورنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ  باید دا ستونزه حل شي.

د هرات پولیس په دې اړه څه وايي، خو د هرات سیمه ییزې ادارې په دې ترانسپورتي لویه لار ستونزې مني او وايي، له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ به دې ستونزو ته رسېدګي وشي.

د هرات سرپرست والي محی الدین نوري وویل، د هرات ـ کندهار او نورو لویو لارو ستونزې په نظامي ناستو کې تر بحث لاندې نیولي او هڅه کېږي چې یادې ستونزې ختمې شي.

نوموړي زیاته کړه: ((په نظامي ناسته کې مو د هرات ـ کندهار، هرات ـ تورغونډۍ او هرات ـ اسلام کلا د لویو لارو پر امنیتي ستونزو بحث وکړ او زیاتره ستونزې له هرات څخه بېرون دي، خو بیا هم هڅه کوو چې د هرات د لویو لارو امنیتي وضعیت ښه شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.