ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد حکیم تورسن د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

محمد حکیم تورسن د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

author avatar
5 Jan 2019 - 15:36
محمد حکیم تورسن د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه
author avatar
5 Jan 2019 - 15:36

 

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې په درېیمه ورځ محمد حکیم تورسن نوم لیکنه وکړه.

محمد حکیم تورسن د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي نوماند په توګه دوې ورځې مخکې (د مرغومي په ۱۳ مه) له خپل لومړي مرستیال سره ټاکنو کمېسیون ته د نوم لیکنې لپاره تللی وو خو له دې امله یې د نوم لیکنې فرصت له لاسه ورکړ چې له نوم لیکنې یوه ورځ مخکې يې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د دویم مرستیال د کورنۍ غړي وژل شوي وو، خو نن له «موږ عمل کوو شعار نه ورکوو» شعار سره د ټاکنو کمېسیون ته لاړ او نوم لیکنه یې وکړه.

د تورسن په ټاکنیز ټکټ کې ډاکتر محمد نادرشاه احمدزی د لومړي مرستیال او محمد شفیع قیصاري د دویم مرستیال په حیث ټاکلي دي.

په رسنیو کې د محمد حکیم تورسن د خپاره شوي ژوندلیک له مخې، نوموړی په ۱۳۳۳ کال کې په کابل کې زېږېدلی او په ازبیک قوم پورې تړاو لري.

نوموړي د ليسانس سند د کابل پوهنتون له دري ادبیاتو ترلاسه کړی دی، له ۱۳۵۸ کال څخه تر ۱۳۷۱ کاله یې د افغانستان د ملي امنیت په بېلابېلو پوسټونو دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له دې مخکې هم په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلواک نوماند په توګه نوم لیکنه کړې وه.

محمد حکیم تورسن نن سهار له نوم لیکنې مخکې رسنیو ته وویل: ((خلک ما پېژني او له شرف غني پرته بل سیال نه وینم او هغه له خپلې لارې لرې کوم.))

هغه د دې په روښانولو سره چې په ولسمشرۍ ریاست کې د خلکو په اراده کار کوي نه د بهرنیانو وویل، د بریالیتوب په صورت کې به د فساد ریښې وباسي او هېچا ته به د فساد اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ (د مرغومي په ۱۳ مه)  عبدالطیف پدرام د «ازادي، عدالت او امنیت» له شعار سره د ټاکنو کمېسیون ته لاړ او له خپلو دوو مرستیالانو سره یې د لومړۍ نوماند په حیث نوم لیکنه وکړه.

د پدرام په ټاکنیز ټکټ کې احسان الله حیدري د لومړي مرستیال او محمد صادق وردګ د دویم مرستیال په په حیث ټاکلي دي.

د ټاکنو کمېسیون څو ورځې مخکې اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره کېږي او د نوم لیکنې لپاره یې د مهال وېش مطابق د روانې میاشتې له ۱۳ مې تر ۳۰ مې وخت ځانګړی شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.