لښکرګاه (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): د ملي امنيت رياست وايي چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره شوي چې په پايله کې یې ١٢ ملکي وګړي را خوشي کړاى شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د مرغومي په ١٥مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان ملا جبار پر زندان عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې ١٢ ملکي وګړي له دغه زندانه را خوشي کړاى شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، د عملياتو په ترڅ کې يو بوشکه يي ماين، تبليغاتي پاڼې، لس متره زنځير او ٢٠ متره د مخابرې مزى هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د زندانونو د ماتولو خبر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن