کندهار (پژواک، ۱٥ مرغومی ۹۷): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي سرتېرو پر یوه پوسته برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ په رامنځته شوې په څو ساعته جګړه کې ۲۷ وسله والو او ۱۱ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته لسګونو وسله والو د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ناوې پر امنیتي پوسته برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي، دغه راز ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
دی وايي، د وسله والو ۳ جسدونه او یوه اندازه وسلې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته په ورڅېرمه ولسوالیو کې د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.
امنیتي سرچینې وايي، وسله وال طالبان د دغسې بریدونو پر مهال له لایزر لرونکو وسلو کار اخلي چې له امله یې امنیتي سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي.
سپین بولدک ولسوالي د کندهار ښار ختيځ لور د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١١٠ کيلو متره په واټن پرته ده او د کندهار له امن لرونکو ولسوالیو ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن