کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٧): له اداري فساد سره د مبارزې او څار ګډه خپلواکه کمېټه وايي، لويې څارنوالۍ په تېر یو کال کې د دې کمېټې نیمايي سپارښتنې عملي کړې دي او کابو نیمايي نورې یې د عملي کېدو په حال کې دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه د ولسمشر د ۶۱ فرمان په اساس او د نړیوالې ټولنې په تفاهم په ۱۳۸۹ کال کې جوړه او د نړیوالو چارو له شپږو لویو پوهانو څخه تشکیل شوې ده.
دغې کمېټې نن د اداري فساد د زیانونو د پېژندلو د سپارښتنو د ځانګړي راپور د تطبیق د څرنګوالي په اړه لویې څارنوالۍ ته خپل درېیم راپور وړاندې کړ.
د دې کمېټې رییس باري سلام د یادې کمېټې د سپارښتنو د تطبیق د درېیم راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، میک د ۱۳۹۶ کال په زمري میاشت کې له اداري فساد سره په مبارزه کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره لویې څارنوالۍ ته ۵۱ سپارښتنې وړاندې کړې دي.
هغه زیاته کړه: ((د دې کمېټې له ټولو ۵۱ سپارښتنو یې ۲۵ په بشپړ ډول تطبیق شوې او ۲۱ نورې په یو ډول تطبیق شوې او یاد د تطبیق په حالت کې دي، په څلورو سپارښتنو کې کم پرمختګ شوی او یوه سپارښتنه نه ده پلې شوې.))
هغه وویل، د پنځه کلنې ستراتیژۍ برابرول او ترتیب، د دغې ادارې د عالي شورا له خوا د څارنوالانو لپاره د ګټو ضد فورم وروستي کېدل، د ۱۶ ولایتونو په ناامنو ولسوالیو کې د ۳۸ څارنوالیو فعالول، د څارنوالۍ په ادارو کې د ښځو د پام وړ زیاتېدل، په ادارو کې له درې سلنه څخه تر ۲۱ سلنې د ښځو د ګډون زیاتېدل او د بشري سرچینو د مدېریت په معلوماتي سیستم کې د ۵۰۵۰ څارنوالانو د لنډو معلوماتو رسول د دې ادارې پرمختګونه شمېرل کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړه، د ټولو څارنوالانو لپاره د دندو د لایحې ترتیب، تشکیلاتي اصلاحات، د غیرقانوني او نااړینو توقیفونو او څار څخه د مخنیوي لپاره د ازادۍ د اخیستونکو سیمو د څار ریاست د فعالیتونو پراختیا، د پلان جوړونې او پانګونې په بهیر کې د ولایتونو د استیناف څارنوالیو شریکول، د څارنوالانو د فعالیتونو د لازم څار تقویه کول او د شکایتونو د اورېدو د پراخ میکانیزم د تطبیق تدوین هغه سپارښتنې دي چې په یو ډول تطبیق شوې او یا د تطبیق په حال کې دي.
هغه وویل، د ولایتونو په مرکزونو کې د قضیو د مديریت سیستم فعال دی خو دا سیستم د ناامنیو، د برېښنا او انټرنټ د نشتون له امله په ولسوالیو کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی او قضیې په ولایتونو کې ثبت کېږي.
له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار کمېټه د هغو وزیرانو د دوسیو نه پلټل چې په اړه یې پوره اسناد او شواهد موجود دي، په هېواد کې حقوقي خدمتونو ته د هېوادوالو د نه لاس رسي د ستونزې نه حل او په ځینو ولایتونو کې د عدلي طب او کریمینال تخنیک خدمتونو ته د نه لاس رسی هغه سپارښتنې دي چې پاملرنه ورته نه ده شوې.
هغه روښانه کړه چې د څارنوالۍ د کارونو په برخه کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې او د زرواکو فشارونه کم شوي خو په دې برخه کې لا هم اندېښنې موجودې دي.
خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، تېر کال له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار کمېټې د لویې څارنوالۍ په مرسته د دې ادارې د چارو د سمون لپاره ۵۱ سپارښتنې وړاندې کړې وې چې د یو کال په جریان کې یې ۲۵ سپارښتنې په بشپړ ډول تطبیق شوې او ۲۵ نورې سپارښتنې یې د تطبیق په حال کې دي.
خو هغه په ډاګه کړه چې د یادې کمېټې یوه سپارښتنه ځکه نه ده منل شوې چې قانوني ستونزه یې درلوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن