ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشعل: په پاکستان کې مېشت قانوني افغان کډوالو ته دې اسانتياوې رامنځته شي

مشعل: په پاکستان کې مېشت قانوني افغان کډوالو ته دې اسانتياوې رامنځته شي

author avatar
6 Jan 2019 - 11:00
مشعل: په پاکستان کې مېشت قانوني افغان کډوالو ته دې اسانتياوې رامنځته شي
author avatar
6 Jan 2019 - 11:00

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل په پاکستان کې له ټولو افغان جنرل قونسلانو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته په ژر فرصت کې رسېدنه وکړي.

د افغانستان سفارت له خوا د مرغومي په ١٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوي سفير عاطف مشعل په خپل دفتر کې د پاکستان په کراچۍ، پېښور او کوېټې ښارونو کې له مېشتو افغان جنرل قونسلانو سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې د سفارت يو شمېر ډيپلوماتانو په ‌کې ګډون درلود، د نوي سفير له خوا د قونسلګریو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ سپارښتنه وشوه.

عاطف مشعل جنرال قونسلانو ته ويلي چې افغان او پاکستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې او د سوداګرۍ ودې ته وهڅوي او په دې برخه کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

دغه راز نوموړي په ورته وخت کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو ګټو او احترام پر اساس د اړيکو پر لا پياوړي کولو ټينګار کړى دى.

افغان سفير له جنرال قونسلانو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي او پر وخت رسېدنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

بلخوا د افغانستان سفير په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مشرې روبندريني سره هم ليدلي او ورسره يې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

مشعل د کډوالو له کمېشنرې وغوښتل، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري، بايد په پاکستان کې د بانکي حساب جوړولو، د موټر چلولو د جواز، تجارت او داسې نورو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.

نوموړي په پاکستان کې د افغان زده کوونکو د نصاب په اړه هم خبرې وکړې او په ښکاره ټکو يې څرګنده کړه چې افغان ماشومان حق لري په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او یاد سازمان دې په دې مورد لازم اقدامات وکړي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازو له نوي سفير عاطف مشعل سره خپلې ستونزې شريکې کړې وې.

مشعل راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړى و چې مشکلاتو او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او د حل لپاره به یې خپلې هڅې کوي او ډېر ژر به پېښور ته ولاړ شي او هلته به هر څه له نږدې وويني او د حل لپاره به يي لاس په کار شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.