ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د کلیو د پراختیا وزارت څلور کارکوونکي تښتول شوي

اروزګان کې د کلیو د پراختیا وزارت څلور کارکوونکي تښتول شوي

author avatar
6 Jan 2019 - 13:46
اروزګان کې د کلیو د پراختیا وزارت څلور کارکوونکي تښتول شوي
author avatar
6 Jan 2019 - 13:46

ترينکوټ (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): چارواکي وايي چې وسله والو په اروزګان ولايت کې د کليو د پراختيا وزارت څلور کارکوونکي تښتولي دي.

په دغه ولايت کې د کليو د پراختيا رياست سرپرست رييس سيد شاه حبيبي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه څلور ورځې مخکې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د اړوند وزارت له خوا څلور کسان په دغه ولايت کې د بيارغونې له پروژو د څارنې په موخه راغلي وو.

د نوموړي په وينا، له دغو څلورو کسانو يې يو تن د خاص اروزګان او درې نور يې د پکتيا او پکتيکا ولايتونو اوسېدونکي دي.

حبيبي وايي، دغه کسان چې له ترينکوټ څخه د چورې ولسوالۍ پر لور روان وو، په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي خو تر اوسه يې مړی او ژوندى نه دي معلوم.

ده وويل چې د سيمې د قومي مشرانو په مرسته يې د تښتول شوو کسانو د پيدا کولو هڅې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.