ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واورې ورښت د بدخشان د ۱۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلې دي

د واورې ورښت د بدخشان د ۱۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلې دي

author avatar
6 Jan 2019 - 14:49
د واورې ورښت د بدخشان د ۱۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلې دي
author avatar
6 Jan 2019 - 14:49

 

بدخشان (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د وروستیو دوو ورځو د واورې د سخت ورښت له امله د بدخشان د ۱۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالله دهقان پژواک ته وویل، د سختې واورې اورېدنې له امله د شغنان، اشکاشم، زیباک، ارغنجخواه، راغستان، کوهستان، کوفاب، شکي، مایمي، نسي او خواهان ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس د شهر بررګ ولسوالۍ د لارې د خلاصېدو هڅې روانې دي او د عامه ګټو ریاست د نورو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د خلاصېدو لپاره هم اقدام کړی دی.

نوموړي روښانه کړه چې د زیاتره موسسو په مرسته یې د سرحدي ولسوالیو او زیانمنو لپاره د واورې اورېدنې له امله د رامنځته شوو پېښو لپاره د خوراکي توکو ستراتيژيکې زېرمې او ژمنۍ ګرمې جامې تیارې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زاتې واورې اورېدنې له امله هر کال د بدخشان د زیاتره ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکز سره تړل کېږي او د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

سربېره پر دې، تېر کال د واورې ښویېدنې او سېلابونو له امله د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یایې د استوګنې کورونه وران شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.