ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا والي: ځيني وزارتونه د پروژو پلي کولو وړتيا نه لري

د پکتيا والي: ځيني وزارتونه د پروژو پلي کولو وړتيا نه لري

author avatar
6 Jan 2019 - 14:52
د پکتيا والي: ځيني وزارتونه د پروژو پلي کولو وړتيا نه لري
author avatar
6 Jan 2019 - 14:52

ګردېز (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا او خلک وايي چې له تېرو شاوخوا اووه کلونو راهيسې په دغه ولایت کې هېڅ لويه پروژه نه ده پلې شوې، خو زیاتوي چې د يو شمېر لويو پروژو تړونونه لاسليک شول، خو وزارتونه يې د پلي کولو وړتيا نه لري.

دوی د اوسنيو حکومتي مشرانو او چارواکو له خوا شوې ژمنې هم غولوونکې بولي او وايي له ياد ولايت سره په مهمو مسئلو کې ډېر توپير او سرسري چلند کېږي.

د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل نيوکه کوي چې پکتيا ته هېڅ وزارت او ادارې په خپلو برخو کې کار نه دی کړی او په هره برخه کې زياتې ستونزې او اړتياوې لري.

هغه دغه ولايت ته د حکومت نه پاملرنه د خپګان وړ بولي او نيوکه کوي چې اوسمهال هم چارواکي يوازې ژمنې کوي او په عمل کې يې څه نه دي کړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((پکتيا ته هېڅ کار نه دی شوی، د نورو ولايتونو په پرتله پکتيا د ولسوالي حيثيت هم نه لري، په تېرو کلونو کې ان د ځينو پروژو پرانيسته هم شوې، خو په دې کې د دولت ناغېړي او کم کاري ده چې نه يې عملي کوي، د نه عملي کېدو علت يې هم نامعلوموي چې خپله کمزوري يې څومره ده، خو دغه حالت نور د منلو نه دی او موږ به له خلکو سره په ګډه لاس په کار شو.))

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی رياض ضمير وايي چې په وروستيو کې ځينې پروژې منظورې او پرانيسته يې هم شوې، خو پلازمېنې ته بېرته د چارواکو له ستنېدو سره د پروژو چارې هم په ټپه درېدلې دي، خو هغه کومه پروژه په ګوته نه کړه.

ضمير وايي: ((موږ له ولسمشر او ولايتي ادارې نه په دې ګيله نه کوو چې ګواکې دوی نوې پروژې نه دي پرانيستې، په دې شکايت کوو هغه پروژې چې افتتاح کړې يې دي، هغه يې هم نه دي تعقيب کړې.))

قومي مشر ظاهر اورياخېل وايي چې پکتيا کې وروستۍ پلې شوې پروژه شاوخوا اووه کاله پخوانۍ د حوزوي روغتون ودانۍ ده چې په هغه کې هم له دوه ميليونه ډالرو ډېر فساد شوی او په ښه کيفيت نه ده پلې شوې.

اورياخېل وويل چې د حوزوي روغتون طبي تشکيل، وسايل او اسانتياوې اوس هم کم دي او ځيني خلک اړ کېږي چې خپل ناروغان پلازمېنې کابل يا ګاونډي پاکستان ته بوځي.

نوموړی زياتوي: ((موږ ته هېڅ کار نه دی شوی او اوس ټول دا اواز پورته کوو، هغه وعدې چې رييس جمهور اشرف غني له موږ سره کړې، که په هغو وعدو راسره درېږي او فوراً يې راسره عملي کوي، داسې نه چې سره غلطوو، دا څومره مو چې سره غلط کړل، فکر کوم دا بس ده، موږ نور کار غواړو.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري پژواک اژانس ته وويل چې پکتيا په روغتيايي، پوهنې، اقتصادي او پرمختيايي برخو کې خورا زياتې اړتياوې لري چې بايد حکومتي او غير حکومتي ادارې پرې کار وکړي.

قادري په وروستيو کې ځينې ژمنې شوې لويې پروژې يادوي او وايي: ((پکتيا ته يې حوزوي روغتون ورکړی، خو متاسفانه حوزوي روغتون د يوې ولسوالۍ تشکيل لري؛ مچلغو بند او نري بند امضا شوي، خو کار يې جريان نه لري؛ د ګردېز حلقوي، د ګردېزــ زرمت، ګردېزــ پټان او ځاځيو سړکونو عملي کار نشته، د صنعتي پارک عملي کار لا هم نه دی شروع شوی او همدارنګه نورې هغه خبرې چې پکتيا به اوله درجه ولايت وي او لويې پروژې به ورته راځي، هېڅ نه دي عملي شوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.