ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-ګردېز لارې د امنيت  ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي

د کابل-ګردېز لارې د امنيت ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي

author avatar
6 Jan 2019 - 16:51
د کابل-ګردېز لارې د امنيت  ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي
author avatar
6 Jan 2019 - 16:51

پل علم(پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د کابل-ګردېز لويې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه د دغه ولايت په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې د کابل-ګردېز لويې لارې يو شمېر مسافرو او موټر چلوونکو پژواک خبري اژانس ته شکايتونه کړي و چې ډېرى وخت د لوګر په مربوطاتو کې وسله وال طالبان دوى له موټرو ښکته کوي، تالاشي کوي يې او ځينې کسان له ځانه سره بيايي.

خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د مرغومي په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل کړي دي.

ده وويل چې د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه ٣٠ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د احمدزي په وينا، دغه عمليات به درې ورځې دوام وکړي چې په پاى کې به يې په يو شمېر سيمو کې امنيتي پوستې هم جوړې شي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په وروستيو عملياتو کې يو شمېر سيمې له طالبانو څخه نيولې دي.

دى وايي:((هرکال د هوا په سړېدو سره جګړه کميږي، خو سږکال بايد امنيتي ځواکونه تر عملياتو وروسته په دغو سيمو کې پوستې هم جوړې کړي ترڅو نيول شوې سيمې بيا نا امنه نه شي.))

په ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکي وايي چې د دې لارې د امنيت ټينګښت ډېر مهم دى.

د مرکز پل علم اوسېدونکي بلال احمد پژواک ته وويل چې په تېر يو کال کې د لوګر په مربوطاتو کې د کابل-ګردېز لويه لار ډېره نا امنه وه.

هغه وايي:((طالبان به سړک ته راوتل، پر دولتي موټرو به يې ډزې کولې او عام خلک به يې تالاشي کول.))

بل لورته وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې د کابل-ګردېز لويې لارې ډېرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.