د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې خصوصي سکټور ته د وزیر اکبرخان او شیخ زاهد روغتونونو له سپارلو سره مخالف وکړ

مشرانو جرګې خصوصي سکټور ته د وزیر اکبرخان او شیخ زاهد روغتونونو له سپارلو سره مخالف وکړ

Jan 06, 2019 - 19:34

کابل (پژواک،۱۶مرغومی ۹۷): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې خصوصي سکتور ته د دوو دولتي روغتونو پر سپارلو ټينګار کوي چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي دغه ګام له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

ټاکل شوې افغان حکومت په کابل کې دوه دولتي روغتونونه «وزیر اکبر خان او شیخ زاهد» خصوصي سکتور ته په واک کې ورکړي، خو د دولت دا ګام د مشرانو جرګې د غړو له غبرګون سره مخ شو.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکتر زلمي زابلي د دې جرګې اداري پلاوي ته د لیکلي شکایت تر څنګ وویل، حکومت د اساسي قانون خلاف پرېکړه کړې چې د وزیر محمد اکبرخان روغتون چې له ۵۰ کلونو ډېره مخینه لري، خصوصي سکتور ته وسپاري.

د اساسي قانون په ۵۲مه ماده کې راغلي: ((دولت د قانون د احکامو مطابق ټولو هېوادوالو ته د ناروغیو د درملنې او وقایې لپاره وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. دولت د قانون د احکامو مطابق د طبي خدمتونو د پراختیا او جوړېدل او خصوصي روغتیايي مرکزونه هڅوي او ملاتړ یې کوي.))

د کابلي په خبره، که دا دولتي روغتون چې د هېواد په کچه د اورتوپیدي په برخه کې یواځینی روغتون دی، خصوصي سکتور ته وسپارل شي، خلک به چېرته ځي چې د دولت له وړیا روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

د مشرانو جرګې د منشي نایب ډاکټر فیصل هم خصوصي سکتور ته د وزیر محمد اکبرخان روغتون پر سپارلو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((که حکومت د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په لټه کې وي، ښه ده چې خصوصي سکتور ته د فعاله دولتي روغتونونو د سپارلو پر ځای خصوصي روغتونونو ته ځمکه ورکړي څو دوی د طبي تجهیزاتو پر راوړلو سربېره ودانۍ هم د وړاندې کوونکو خدمتونو په اساس جوړې کړي.))

د دې جرګې څو نورو غړو هم وویل چې فعال دولتي روغتونونه باید خصوصي سکتور ته ونه سپارل شي، ځکه خلک د پیسو په بدل کې د درملنې توان نه لري.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، دې موضوع ته به رسېدنه وشي.

هغه د زابلي په مشری یو پلاوي ته دنده ورکړه چې د دې موضوع هر اړخیزه څېړنه وکړي او راپور یې جرګې ته وړاندې کړي څو جرګه په دې اړه پرېکړه وکړي.

خو د عامې روغیتا د مرکزي روغتونونو رییس ډاکتر نظام الدین جلیل پژواک ته وویل، د ولسمشر د بلنې په اساس یو هندي ـ اماراتي شرکت چې په څو هېوادونو کې د کمو پیسو په بدل کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، تیار دی چې په افغانستان کې هم روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، شاوخوا درې میاشتې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوو روغتونونو (وزیر اکبرخان او د کابل د شیخ زاهد) سپارلو هوکړه لیک لاسلیک شوی او د هغو سپارل له یو نیم تر دوو کلونو وخت ته اړتیا لري.

هغه خصوصي سکتور ته د دې روغتونونو د سپارلو موخې د لوړو او باکیفیته روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او بهر ته د ناروغانو د تګ مخنیوی وبللې.

جلیل وویل، خصوصي سکتور ته د دې دوو روغتونونو د سپارنې لومړنۍ چارې جریان لري.

هغه روښانه کړه چې خصوصي سکتور ته د دې روغتونونو له سپارلو ورسته به معیاري روغتيايي خدمات وړاندې شي او اړتیا به نه وي چې هر کال د خلکو د درملنې له لارې ۳۰۰ میلیون ډالر بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement