جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د کډوالو چارو وزارت له لوري د ننګرهار له ۹۰۰ داخلي بې ځايه شوو کورنیو سره د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د دغو مرستو د بانکي چکونو ورکړې لړۍ د مرغومي په ۱۶مه د کډوالو چارو وزير او د ننګرهار د والي په لاس پيل شوه او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې به ټولو کورنيو ته ورکړل شي.
د دې نغدي مرستې د بانکي چکونو د ورکړې پر مهال د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د هېواد په څوارلس ولایتونو کې د یاد وزارت له پرمختیایي بودجې یې له داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرسته پیل کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، یاده مرسته د مستوفیت له لارې بانک ته انتقالېږي او له ګډې ترسره شوې سروې وروسته داخلي بېځایه شوو کسانو ته یې بانکي چکونه ورکول کېږي چې په کې د هر ډول فساد مخنیوی شوی دی.
د ننګرهار والي حیات الله حیات د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو له وزیره مننه وکړه چې په دغه ولایت کې له ۹ سوه بې ځایه شوو کورنیو سره د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه.
هغه زیاته کړه، یاده مرسته کې به هرې بېځایه شوې کورنۍ ته پنځلس، پنځلس زره افغانۍ نغدي ورکړل شي، څو ورباندې د ژمني موسم ضروري اړتیاوې پوره کړي.
د مرستې ترلاسه کوونکو له ډلې د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الدين خان وايي، د جګړو له وېرې يې خپل کور کلی پرېیښي او اوس د سره رود ولسوالۍ اړوند شيخ مصري کمپ کې اوسېږي.
هغه غوښتنه وکړه، يادې مرستې دې په شفافه توګه اړمنو کورنيو ته ورسول شي او لکه د پخوا په څېر دې په کې درغلۍ ته زمينه نه برابرېږي.
د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي هم خبريالانو سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې مرستې به په رڼه توګه رسېږي او د شفافيت لپاره يې مرستې له لاس په لاس ورکړې.
نوموړی وايي، د روڼوالي لپاره يې دغه راز د يو شمېر نورو ادارو استازي هم له دغه بهيره د ناظرينو په توګه ګومارلي دي.
د يادونې ده، په وروستیو کې ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن