ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د اوبو ناسم مدیریت پر کرنیزو حاصلاتو او برېښنا منفي اغېز کړی

هلمند کې د اوبو ناسم مدیریت پر کرنیزو حاصلاتو او برېښنا منفي اغېز کړی

author avatar
6 Jan 2019 - 11:46
هلمند کې د اوبو ناسم مدیریت پر کرنیزو حاصلاتو او برېښنا منفي اغېز کړی
author avatar
6 Jan 2019 - 11:46

لښکرګاه (پژواک، ١٦ مرغومی ۹۷): په هلمند کې د اوبو ناسم مدیریت او وچکالۍ پر کرنیزو حاصلاتو او د برېښنا پر جریان منفي اغېز کړی چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان د مرغومي په ١٦مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

د هغه په وينا، تېر او سږ کال په هلمند کې ورښتونه کم شوي چې له امله يې وچکالي رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه چې د کجکي بند اوبه هم په سمه توګه نه دي مديريت شوې؛ ځکه تېر کال سره له ستونزو يوه برخه يې نيمروز ولايت ته ورکړل شوې وه.

افغان زياتوي: ((دلته موږ خپله اوبو ته سخت ضرورت درلود، خو د وخت چارواکو نيمروز ته ورکړې چې دغه ناسم مديريت پر حاصلاتو او د برېښنا پر جريان منفي تاثيرات کړي دي.))

دغه راز د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر ګل محمد پژواک ته وويل: ((نه سم بارانونه وشول او نه هم موږ ته اوبه رسېدې، نو مجبور شوو چې د خپلو ځمکو د اوبه کولو لپاره ماشينونه فعال کړو چې دا کار مو کړى، نو هيله من يم چې ښه حاصلات هم ترلاسه کړم.))

خو ده زياته کړه چې ډېرى ګروندګر له مالي پلوه د دې توان نه لري څو د ځمکو خړوبولو لپاره ماشينونه فعال کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د فرعي سيندیزې حوزې رييس انجنیر محمد انور ذهین پژواک ته وويل چې دا مهال دوى د کجکي يواځې ١٤ سلنه اوبه را خوشې کړې دي.

دى وايي: ((يواځې يو توربين فعال دى چې د کجکي تر څنګ د موسى کلا او سنګين ولسواليو کروندګرو ته برېښنا هم ورکوو، څو د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره اوبه پرې را وباسي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د اوبو مخکنى مديريت په مخکني چارواکو پورې اړه لري، اوس موږ راغلي يو هر څه سم شوي دي، خو متاسفانه چې سږ کال وچکالي ده او په بند کې کافي اوبه نشته دي.))

ذهین هیله مندي وښوده چې په مرکزي ولایتونو کې له وروستیو ورښتونو سره به کجکي بند يو ځل بيا اوبه ډېرې شي او د کروندګرو ستونزې به هوارې شي.

د یادونې ده، د کجکي بند درې توربینونه لري چې د ٥١ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري او تر څنګ يې د هلمند د نهو ولسواليو ځمکې هم له همدغه بنده خړوبېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.